ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٤٠٠ قضيې ثبت شوې”

“روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٤٠٠ قضيې ثبت شوې”

author avatar
12 Mar 2017 - 20:20
“روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٤٠٠ قضيې ثبت شوې”
author avatar
12 Mar 2017 - 20:20

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٥): د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې اختصاصي څارنوالۍ ويلي، په روان کال کې له دې ادارې سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٤٠٠ قضيې ثبت شوې دي.

د ښځو چارو وزارت او نورو بنسټونو له لوري روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيو ټوليز شمېر نه دى اعلان شوى، خو په ١٣٩٤ لمريز کال کې دا ډول شاوخوا ٣٥٠٠ قضيې ثبت شوې وې.

د ښځو د تاوتريخوالي پر وړاندې د مخنيوي اختصاصي څارنوالۍ د تمييز مشرې زرغونې مستغفر کابل کې په يوه ناسته کې وويل، د تېر يوه کال په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي اختصاصي څارنوالۍ کې ٢٤٤٢ قضيې ثبت شوې دي.

د هغې په وينا، له دې جملې يې ١٣٧٥ قضيې په کابل، ١٢٥ په بلخ، ٢٥٠ په هرات، ١١٦ په ننګرهار، ١٧ په لوګر، ٨٠ په کاپيسا، ٢٨ په سمنګان، ٣١ په باميان، ٣٧ په جوزجان او پاتې نورې قضيې په غور، پنجشېر، سرپل، ميدان وردګ، پکتيا، نيمروز، فراه، پروان او بدخشان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

هغې وويل، له دغې ډلې يې ځينې قضيې محکمو ته سپارل شوې دي.

مستغفر زياته کړه: "د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قانون يوه موخه هم د کورني جوړښت او د ښځو د قانوني او شرعي حقونو ترلاسه کول دي، څو له دې لارې کورنۍ جوړښت له منځه ولاړ نه شي او ماشومان او ښځې په کې بې برخليکه پاتې نه شي؛ که چېرې د قضيې لوري سوله او هوکړه وکړي او شکمن کس په رسمي توګه ژمنه وکړي، چې بيا به په زيانمن کس د تاوتريخوالي عمل نه ترسره کوي، چې دغه مهال به پاڼې ساتل کېږي."

نوموړې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوړه کچه، په هېواد کې د سواد ټيټه کچه، له قوانينو بې خبري، نا امني او د قوانينو په اړه د ښځو نه پوهاوى په ګوته کړل.

هغې وويل، په تېرو شپږو کلونو کې د قانون حاکميت او عدالت ته د ښځو پوره لاسرسي په موخه په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي څارنوالۍ جوړې شوې دي.

رحيمي زياته کړه، يادې څارنوالۍ له بېلابېلو بنسټونو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قانون او د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

نوموړې څرګنده کړه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي اختصاصي څارنوالۍ ژمنه د، څو ښځينه څارنوالانو ته د خوندي فضا په رامنځته کولو سره هغوى ته په عدلي او قضايي بنسټونو کې د کار زمينه برابره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.