ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې خلکو په خپل لګښت ١٠٠ کيلومتره سړک جوړ کړى

کاپيسا کې خلکو په خپل لګښت ١٠٠ کيلومتره سړک جوړ کړى

author avatar
12 Mar 2017 - 12:09
کاپيسا کې خلکو په خپل لګښت ١٠٠ کيلومتره سړک جوړ کړى
author avatar
12 Mar 2017 - 12:09

محمودراقي (پژواک، ٢٢ کب ٩٥): د کاپيسا ولايت د اله سای ولسوالۍ اوسېدونکو په خپلو امکاناتو سل کيلومتره سړک جوړ کړى دى.

د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپی وايي چې د تګاب او اله سای ولسوالیو تر منځ سړک د دولت له خوا جوړ شوی دی، خو  د اله سای ولسوالۍ او د نورو سيمو تر منځ د سړک د نشتوالي  له امله خلک له ستونزو سره مخ وو.‌

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت او امکاناتو د اله ساى له مرکز څخه د ولسوالۍ تر نورو سيمو پورې شاوخوا سل کيلومتره خامه سړک جوړ کړى دى.

ولسوال وايي، د  اله سای  له عمومي بازاره د جعفرخېلو، سلطان خېلو او درېیمه يې د اوکراچيو لارې له همدغه سړک سره نښلول شوې دي چې د جوړښت له مخې حلقوي سړک دى.

ساپي وويل چې د سيمو اوسېدونکو د دغه سړک په جوړېدو کې خلکو خپله هم کار کړی او  د  هر کور پر سر يې ۲زره افغانۍ راټولې کړې دي.

د هغه په وينا، خلکو شاوخوا څلور ميليونه افغانۍ راټولې کړې وې چې پر دې پيسو پولګوټي جوړ شوي او پر پاتې نورو پيسو سړک هوار شوى دى.

د  اله سای ولسوالۍ د  مرکز اوسېدونکی ملک شاغا وايي چې د اله سای ځینو کليو او سيمو ته پخوا سړک نه و او اوسمهال هم خلکو د پخوا په څېر د بازار سودا او نور توکي د  اسونو او اوښانو په وسيله لېږدول.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د لارې د نشتوالي له امله روغتونونو ته د ناروغانو په وړلو کې هم ستونزې وې چې ډېرى مهال ناروغانو په لاره کې ساه ورکوله.

ملک شاغا وايي چې اوس له عمومي سړکه ټولو کليو او سيمو ته فرعي خامې لارې او  فرعي سړکونه جوړ شوي او خلک کولى شي په اسانه بازار ته ځانونه ورسوي.

د سلطان خېلو سيمې يو اوسېدونکى خليل وايي چې د خلکو له خوا د لارو او فرعي سړکونو د جوړولو پلان د ولسوالۍ د قومي مشرانو او سپين ږيرو په هڅو جوړ شو  او د تطبيق لپاره يې له حکومت او وسله والو مخالفينو څخه اجازه واخيسته.

دى وايي: ((خو يوه مهمه ستونزه دا ده چې په پسرلي کې د اله ساى په سيند کې ډېرې اوبه راځي او که له پاسه پرې لوى او اساسي پول جوړ نه شي، نو خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي.))

د اله ساى اوسېدونکي وايي چې که حکومت يې په ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيل کړي، دوى هر ډول مرستې او همکارۍ ته تيار دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.