ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د ښوونکو د ٦٠٠ بستونو لپاره ازموينه واخيستل شوه

اروزګان کې د ښوونکو د ٦٠٠ بستونو لپاره ازموينه واخيستل شوه

author avatar
13 Mar 2017 - 19:45
اروزګان کې د ښوونکو د ٦٠٠ بستونو لپاره ازموينه واخيستل شوه
author avatar
13 Mar 2017 - 19:45

ترينکوټ (پژواک، ٢٣ کب ٩٥) : د اروزګان په لرو پرتو سيمو کې د ښوونکو د نشتوالي د ستونزې  د هواري لپاره له سلګونو کسانو ازموينه واخيستل شوه.

ځايي چارواکي وايي چې په اروزګان کې له تېرو څو کلونو راهيسې د مسلکي ښوونکو نشتوالي د پوهنې روان بهير له خنډه سره مخ کړى دى .

خو اوس ددې ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي چې ورځ تر بلې په ښوونځيو کې د رسمي ښوونکو تشه ډک کېږي او تمه ده چې تر راتلوونکو څو کلونو پورې په دې برخه کې دوى له هيڅ ستونزې سره مخ نه وي .

د پوهنې رييس احسان الله ناشر پژواک اژانس ته وويل چې دوى له  ٤٨٠ نارينه او ښځينه وو څخه د ښوونکو د سلګونو خالي بستونو د ډک کولو په موخه ازموينه واخيسته.

هغه زياته کړه چې نوي ښوونيز کال لپاره دوى ٦٠٠ د ښوونکو خالي بستونه اعلان کړي، خو ازموينې ته د ٣٠ ښځو په ګډون ٤٨٠ کسان حاضر شوي وو، چې ددوولسم، څوارلسم او ليسانس فارغان وو.

ناشر وايي چې تر برياليتوب وروسته به دا کسان په مرکز او ولسواليو کې د ښوونکو په توګه   وګومارل شي چې ورسره به ښوونځيو کې د ښوونکو د نشتون ستونزه هواره شي.

نوموړي دا هم وويل چې يو شمېر ښوونځي د امنيت او نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي دي .

د حضرت الله په نامه د خاص اروزګان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې که په ازموينه کې بريالى شو، نو په خپلې ولسوالۍ کې به دنده ترسره کړي.

هغه وايي  چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د مسلکي ښوونکو کمښت ډير دى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.