ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” طالبان هر کال د پستې له ځنګلونو ١٥ ميليون ډالر عوايد تر لاسه کوي “

” طالبان هر کال د پستې له ځنګلونو ١٥ ميليون ډالر عوايد تر لاسه کوي “

author avatar
13 Mar 2017 - 19:20
” طالبان هر کال د پستې له ځنګلونو ١٥ ميليون ډالر عوايد تر لاسه کوي “
author avatar
13 Mar 2017 - 19:20

هرات ښار(پژواک، ٢٣ کب ٩٥): د هرات ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ چارواکي وايي چې طالبانو ددې ولسوالۍ د پستې له ځنګلونو هر کال ١٥ ميليونه عوايد تر لاسه کوي.

د هرات د کشک کهنه ولسوال سيد محمد چشتي مودودي، نن (د کب ٢٣مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې په هرات کې د کرنيزو کاروپوهانو د څېړنې له مخې، هر کال د کشک کهنه ولسوالۍ د پستې د ځنګلونو ١٥ميليون ډالر عوايد د طالبانو جيب ته ځي.

 هغه زياته کړه چې د کشک کهنه ولسوالۍ کې د (ارچليق او پسته ليق) په نامه د پستې دوه ځنګلونه شته چې په تېرو کلونو کې څه باندې ٢٣ زره هکتاره ته رسېدل، خو اوس د وخت په تېرېدو سره د ځنګلونو نږدې نيمايي برخه د زورواکو، طالبانو او ځايي خلکو په لاس له منځه تللې ده.

د کشک کهنه ولسوال وويل چې ددې ولسوالۍ په ځنګليزه سيمو کې تر ډېره  د دولت وسله وال مخالفين فعاليت لري او د طالبانو د عوايد يوه برخه هم د همدې ولسوالۍ د پستې له عوايدو څخه تر لاسه کېږي.

هغه زياته کړه:((حتى تر دې چې طالبانو او زور واکي د پستې ټولولو فصل له راتلو وړاندې خامې پستې شکوي.))

 مودودي تاييد کړه چې د هرات د پستې ځنګلونو په له منځه وړلو کې ګاونډي هېوادونه هم لاس لري، خو د کوم ځانګړي هېواد نوم يې ياد نه کړ.

د کشک کهنه ولسوال زياته کړه:((که چېرته حکومت د ځنګلونو ويجاړۍ د مخنيوي لپاره بنسټيز پروګرامونه ونه لري او د طالبانو د له منځه وړلو اقدام ونه کړي، د پستې د ځنګلونو ټول کلني عايدات به د طالبانو جيب ته ولوېږي.))

نوموړي د ولسوالۍ د امنيت په اړه وويل چې دا ولسوالي ١٤٠ کلي لري چې په ٣٠ کلو کې يې طالبانو په پراخه ډول فعاليت لري.

 هغه وويل چې طالبان په دې کلي کې ډېر تګ راتګ لري.

له بلې خوا د کشک کهنه ولسوال وويل:((د کشک کهنه ولسوالۍ ترانزيټي لاره له شپږو کلونو راهيسې د طالبانو په کنټرول کې ده، هيڅوک پرې تګ راتګ نه شي کولى.))

په ورته وخت کې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د طالبانو له لوري له ځنګلونو ناوړه ګټه اخيستنه تاييد کړه، خو وويل چې که چېرته اقليمي شرايط مناسب وي او ځنګلونه ثمر ولري، د کشک کهنه ولسوالۍ له پستې نه هر کال ١٥ ميليون ډالر  عوايد تر لاسه کېږي، خو ددې عوايد يوه برخه د طالبانو، ځايي خلکو او دولت جيب ته ځي.

فرهاد د کشک کهنه لويې لارې په اوږدو کې د شته نا امنيو پخلى وکړ او وويل چې امنيتي ارګانونه هڅه کوي چې د امنيتي پوستو په جوړولو سره دغه لويه لاره امن کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.