ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پاى ته ورسېدې

په اروزګان کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پاى ته ورسېدې

author avatar
13 Mar 2017 - 16:58
په اروزګان کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پاى ته ورسېدې
author avatar
13 Mar 2017 - 16:58

ترينکوټ (پژواک، ٢٣ کب ٩٥) : په اروزګان ولايت کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې.

ددې ولايت د ورزش او بدني روزنې امر قدرت الله الفت وايي چې يادې سيالۍ  دوه اوونۍ مخکې په مرکز ترينکوټ  ښار کې پيل شوې وې.

هغه زياته کړه چې په دې سياليو کې ميوند لومړۍ، رحيمي دويم او ګلشن لوبډلې درېيم مقام خپل کړ.

الفت، ځوانان ورزش کولو ته وهڅول او ويې ويل چې اداره به يې د خپلو ټولو امکاناتو په کار اچولو سره لوبغاړو ته اسانتياوې برابروي.

نوموړي ژمنه وکړه چې ددې ولايت لوبغاړي به له سياست او د يو شمېر کړيو د  شخصي موخو له کارولو څخه به يې لرې ساتي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.