ترينکوټ (پژواک، ٢٣ کب ٩٥) : په اروزګان ولايت کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې.
ددې ولايت د ورزش او بدني روزنې امر قدرت الله الفت وايي چې يادې سيالۍ دوه اوونۍ مخکې په مرکز ترينکوټ ښار کې پيل شوې وې.
هغه زياته کړه چې په دې سياليو کې ميوند لومړۍ، رحيمي دويم او ګلشن لوبډلې درېيم مقام خپل کړ.
الفت، ځوانان ورزش کولو ته وهڅول او ويې ويل چې اداره به يې د خپلو ټولو امکاناتو په کار اچولو سره لوبغاړو ته اسانتياوې برابروي.
نوموړي ژمنه وکړه چې ددې ولايت لوبغاړي به له سياست او د يو شمېر کړيو د شخصي موخو له کارولو څخه به يې لرې ساتي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن