فيض اباد(پژواک،٢٣ کب ٩٥): په بدخشان ولايت کې ځايي چارواکي وايي چې ددې ولايت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې په سبب شاوخوا اته کسان مړه او ١٦ نور ژوبل شوي دي.
د بدخشان ولايت د پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد عبدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته يوه بجه د شهر بزرګ ولسوالۍ په ونديان کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سرو زرو وينځلو يو شمېر کارګر په دغه لاره خپل کلي ته د تګ پرمهال په را ښويېدلې واوره کې بند شول.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې اته کسان مړه شوي او ١٦ نور ژوبل شوي دي چې د اتو ټپيانو وضعيت نازک دى.
دهقان زياته کړه:((د پېښې مړه او ټپيان د ولسوالۍ د ژغورنې ځايي ډلې له لوري له واورو را اېستل شوي او د ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته لېږدول شوي دي.))
د بدخشان ولايت د پېښو سره د مبارزې مشر وويل چې د ولايت د حوادثو رياست او د حوادثو په برخه کې د همکارو موسسو يو پلاوى را روان دي، څو د وژل شوو او ټپيانو له کورنيو سره نغدي مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن