ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: ښځينه قشر زده کړو ته نه پرېښودل، د افغاني غيرت خلاف عمل دى

امرخېل: ښځينه قشر زده کړو ته نه پرېښودل، د افغاني غيرت خلاف عمل دى

author avatar
14 Mar 2017 - 16:24
امرخېل: ښځينه قشر زده کړو ته نه پرېښودل، د افغاني غيرت خلاف عمل دى
author avatar
14 Mar 2017 - 16:24

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د ملي ثبات ټولنې مشر وايي چې دا د افغان غيرت منافي خبره ده چې ښځينه قشر زده کړو ته نه پرېږدي، خو د ښځينه ناروغيو لرونکي ناروغانې پر نارينه ډاکترانو معاينه کوي.

د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل دغه څرګندونې د کب په ٢٤مه په ميدان وردګو ولايت کې د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په وياړ غونډې ته وکړې.

د دې غونډې پر مهال د يادې ټولنې له خوا د دغه ولايت له ۳۰۰  بېوزلو او اړمنو مېرمنو سره د خوراکي توکو مرسته هم وشوه.

په دې غونډه کې د ملي ثبات ټولنې د مشر او نورو مسوولينو تر څنګ د ميدان وردګو والي ځونډي ګل زماني، د ولايتي شورا استازو، د ښځو چارو رييسې وحيده ښکلې، ځايي ملکي او نظامي چارواکو، او سلګونو مېرمنو برخ اخيستې وه.

امرخېل افغان مېرمنو ته د زده کړو د زمينې برابرول او د ناوړه دودونو له منځه وړل حياتي اړتيا او ملي مسووليت وګڼل او زياته يې کړه چې د زده ‌کړو ترلاسه کول او د ناوړه دودونو محوه کول د (هوسا مېرمن؛ هوسا ټولنه) اساسي رکنونه دي.

ده زياته کړه: ((دا د افغان غيرت منافي خبره ده چې خپله ښځينه قشر زده کړو ته نه پرېږدو، خو د ښځينه ناروغيو لرونکي ناروغانې پر نارينه ډاکټرانو معاينه کوو.))

د ملي ثبات ټولنې مشر  د مېرمنو د حقونو په نوم او پلمه ترسره شوې او ترسره کېدونکې نمايشي او بې پايلې پروژې وغندلې او ټينګار يې وکړ چې د ښځو د حقوقو د تأمين په برخه کې بايد له شعار څخه عمل ته راووځي او په دې برخه کې هر ګام له خپلو کورنو پيل کړو.

امرخېل دې ته په اشارې سره چې افغان مېرمنې د خور، مور او ښځې په توګه د تېرو ۳۹ کلونو د نا امنيو او ټولنيزو ناخوالو سترې قربانيانې دي، زياته کړه: "د ښځو پر وړتياوو باور او د ټولنې په بېلابېلو برخو او موقفونو کې د هغو د ګډون لپاره د پراخې زمينې برابرول، د ملي ثبات ټولنې له بنسټيزو اهدافو څخه دي."

هغه پر مېرمنو غږ وکړ چې د سولې په تأمين کې له خپل اغېزناک رول څخه ګټه واخلي او خپل زامن، خاوند او وروڼه له افغان وژنې څخه را وګرځوي او د افغان غمېزې پر ښکېلو لورو يې هم غږ وکړ چې د افغان مېرمنې د پت ساتلو په پار د سولې لاره خپله کړئ.

امرخېل پر افغان حکومت او مسوولو ادارو نيوکه وکړه چې په ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، روغتيايي خدمتونو، کارموندنې، ټولنيزو مصؤنيتونو او نورو مهمو برخو کې يې د افغان مېرمنو د ټولنيز ژوندانه د ښه والي په خاطر کړې ژمنې عملي نه کړې او په ښځو پورې له اړوند چارو سره مقطع ‌يي، شعاري او نمايشي برخورد کوي.

د ملي ثبات ټولنې مشر د افغان مېرمنو د اوسني ځوروونکي وضعيت د اصلاح او ښه والي په موخه (هوسا مېرمن؛ هوسا ټولنه) د مېرمنو په چارو کې د ملي ثبات ټولنې د سږني کال شعار اعلان کړ او ژمنه يې وکړه چې د ښځو د اسلامي او مدني حقوقو د تأمين په موخه به خپلې هلې ځلې لا کړندۍ او پراخې کړي.

د غونډې په پای کې د ملي ثبات ټولنې مشرتابه پلاوي، د خوراکي توکو هغه درې سوه (۳۰۰) بستې مرستې پر بېوزلو او اړمنو مېرمنو ووېشلې چې په تېر کال کې د (ملي ثبات ټولنې – له مېرمنو سره د بسپنې صندوق) له لارې راټولې شوې وي او تر څنګ يې له هغو ښاغلو او اغلو څخه هم د زړه له کومې مننه وکړه چې همېشه يې ملي ثبات ټولنې ته د دغه شان خير ښېګڼو په چارو کې د مالي همکارۍ لاس ورکړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.