ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم لارې له بندېدو سره د وطني توليداتو بازار ښه شوى

د تورخم لارې له بندېدو سره د وطني توليداتو بازار ښه شوى

author avatar
14 Mar 2017 - 15:08
د تورخم لارې له بندېدو سره د وطني توليداتو بازار ښه شوى
author avatar
14 Mar 2017 - 15:08

جلال اباد (پژواک، ۲۴ کب ٩٥): په ننګرهار کې د خوراکي توکو د پروسس او توليد يوې فابريکې مسولين وايي چې د پاکستان له لوري د تورخم لارې له تړل کېدو سره يې د توکو بازار ښه شوی او توليدات يې ډېر خرڅېږي.

د (ګفټ ټو زېسټ) په نوم يوه فابريکه شاوخوا ۱۴ کاله وړاندې په ننګرهار کې تاسيس شوې او اوسمهال په ۵۵ ډولونو کې مربا، د روميانو روب، اچار، چکني باب، سرکه او فيرني بازار ته وړاندې کوي.

د فابريکې څښتن شېرمحمد ښېوه وال که څه هم له غربته زده کړې نه دي بشپړې کړي؛ خو کلک هوډ يې د دې جوګه کړی چې هم خپل ځان او هم خپلو يو شمېر هېوادوالو ته د کار زمينه برابره کړي.

د شېرمحمد په وينا، دغه کار يې په پاکستان کې زده کړی، بيا يې له هماغې فابريکې سره قراداد کړی او د له یادې فابريکې توکي ننګرهار ته د پلور په موخه راوړل؛ خو کله چې فابريکې دغه قراداد له بل شخص سره وکړ نو ده د خپلې فابريکې جوړولو نيت وکړ.

نوموړی وايي، فابريکه يې لومړی همالته په پاکستان کې جوړه کړه خو کله يې چې دلته بازار پيدا کړ نو ټول وسايل يې ننګرهار ته را انتقال کړل او دلته يې فعاليت پيل کړ.

شېرمحمد مخکې دا هم وويل چې اوسمهال په پنځه پنځوس ډولونو کې مربا، اچار، رب، چکني باب، سرکه او فيرڼي توليد او بسته بندي کوي او بازار ته يې وړاندې کوي.

نوموړي زياته کړه چې کار روزګار يې له ۳۰زره کلدارو پيل کړی خو اوس يې سرمايه تر سل لکه افغانيو رسېدلې او د جلال اباد ښار ګڼ شمېر لوی لوی سټورونه ورسره قرارداد لري.

هغه دا هم وويل چې پخوا يې د کاريګرو شمېر کم و خو اوس يې په عادي حالاتو کې د کارکوونکو شمېر ۸ تنه وي او د روژې په را نږدې کېدو سره يې د کاريګرو شمېر ۳۰ تنو ته پورته کېږي.

د ياد شرکت مسوول وړاندې وويل: ((کله چې دغه سبزيجات ډېر ارزانه شي، مثلاً ګلپيان، بانجان، ګازرې نو دهقانان ډېر تاواني کېږي، زه بيا ورځم دغه سبزيجات ترې په مناسب قيمت اخلم او بيا ترې اچار جوړوو؛ نو هم موږ ته ګټه کوي او هم دهقانانو ته.))

د شېرمحمد ښېوه وال د معلوماتو له مخې، د پاکستان له خوا د تورخم لارې په تړل کېدو سره د دوی کارونه هم ښه شوي او د پاکستاني توليداتو بازار هم دوی نيولی دی.

ده زياته کړه: ((يو سټور و، کله چې يو پاکستاني شرکت ورته ډېره ګټه ورکوله، له مانه يې اډرونه بېرته واخيستل؛ خو اوس چې لاره بنده شوې؛ نو هغه بله ورځ خپله راغلل او اډرونه يې راکړل.))

نوموړي په هېواد کې د کورنيو توليداتو د پرمختګ لپاره د تورخم لارې په تړل کېدو ټينګار وکړ؛ ځکه په وينا يې که لار تړلې وي؛ نو دلته ډېر داسې شرکتونه شته چې هغه خپل توليدات په بېلابېلو برخو کې بازار ته وړاندې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.