ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي د راتلونکې شنبې ورځ خپلې دندې ته راستنېږي

د کندهار والي د راتلونکې شنبې ورځ خپلې دندې ته راستنېږي

author avatar
14 Mar 2017 - 12:08
د کندهار والي د راتلونکې شنبې ورځ خپلې دندې ته راستنېږي
author avatar
14 Mar 2017 - 12:08

کندهار (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د کندهار د والي ډاکتر محمد همایون عزيزي درملنه بشپړه شوې او د راتلونکې شنبې په ورځ به خپلې دندې ته راستون شي.

هغه، چې دا مهال په عربي متحده اماراتو کې دی، ټاکل شوې سبا کابل ته راشي او د شنبې ورځ به په کندهار کې خپله دنده پيل کړي.

ځايي چارواکي وايي، د کندهار د والي د هرکلي لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ډاکټر محمد همایون عزيزي درملنه بشپړه شوې او دا مهال په عربي متحده اماراتو کې دی.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې ده نوموړی سبا (چهار شنبې) کابل ته راشي، په همدې موخه له کندهاره یو پلاوی کابل ته ځي چې هلته به له یو شمېر مشرانو او وکیلانو سره یو ځای د هغه د هرکلي لپاره کابل هوايي ډګر ته ورشي.

دی وايي، والي به درې ورځې په کابل کې پاتې شي او په دې ترڅ کې به له ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري.

د ده په خبره، د کندهار والي به د راتلونکې شنبې په ورځ کندهار ته راشي چې د هرکلي لپاره یې ولایتي ادارې چمتووالي نیولی دی.

خپلواک وویل، د هغه د روغتیا او کندهار ته د راستنېدو په ویاړ به په ولایت مقام کې یوه غونډه جوړه شي چې د ولایتي ادارې د مسوولینو تر څنګ به په کې ولسي مشران، مدني فعالان، سوداګر او نور ګډون او ویناوې وکړي.

شاوخوا دوې میاشتې وړاندې (د مرغومي په ۲۱مه) د کندهار ولایت مقام په مېلمستون کې په داسې حال کې چاودنې وشوې چې د عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي له یو شمېر ډیپلوماټانو سره دې ولایت ته راغلی و او د یوه دارالایتام جوړولو د چارو له پرانیستلو وروسته د والي مېلمانه وو.

په دغه برید کې ټول ۱۳ کسان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

په وژل شوو کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنیو چارو رییس شاه احمد سعید، په امریکا کې د افغان سفارت ډیپلومات ډاکتر یما قریشي، په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی بازمحمد جوزجاني، په مشرانو جرګه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري، د متحده عربي اماراتو پنځه ډيپلوماټان او د هغوی افغان ژباړن شامل وو.

په ټپیانو کې د کندهار والي ډاکتر محمد همایون عزیزي، د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد الکعبي، د پخواني ولسمشر د کاکا زوی او د افکو کمپنۍ مشر هاشم کرزی او یو شمېر مخور او امنیتي کارکوونکي شامل وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.