ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې څه باندې زر ښوونځي د ناامنيو له امله تړل شوي دي

هېواد کې څه باندې زر ښوونځي د ناامنيو له امله تړل شوي دي

author avatar
14 Mar 2017 - 20:23
هېواد کې څه باندې زر ښوونځي د ناامنيو له امله تړل شوي دي
author avatar
14 Mar 2017 - 20:23

کابل (پژواک،٢٤کب ٩٥): پوهنې وزارت اعلان وکړ چې روان کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې څه باندې زر ښوونځي د امنيتي ګواښونوله امله تړل شوي او زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

د پوهنې وزارت وياند مجيب مهرداد، دا موضوع نن کابل کې په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه.

هغه وويل، ټول هېواد کې ١٧زره او ٤٨٢ ښوونځي دي چې سږکال له دې جملې څخه ١٠٠٦ ښوونځي د امنيتي دلايلو له امله غيرفعال شوي او زرګونه ښځينه او نارينه زده کوونکي د زده کړو له دوام څخه محروم شوي دي.

د پوهنې وزارت وياند زياته کړه، د دې وزارت تازه معلوماتو له مخې د هېواد په کچه د زده کوونکو شمېر ٩ ميليونه او ٢٠٠ زرو تنو ته رسېږي چې له ياد شمېر څخه دوه ميليونه يې په دايمي ډول ناسوب دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، روان کال کې ٣٠٠ زره کسان د دې وزارت له لوري د سواد زده کړې کورسونو کې جذب شوي دي او د نجونو ٣٠٠ لېسو ته چې له امنيتي ګواښونو سره مخامخ وې، د کانکور ازموينې لپاره ځانګړي روزنيز پروګرامونه جوړ شوي دي.

مهرداد زياته کړه چې سږکال ٤٠ ناامنيو ولسواليوکې ٢٢٩ مسلکي ښځينه ښوونکې او په ټوله کې ناامنو سيموکې ٨٤٠ ښوونکي ګومارل شوي دي او ټاکل شوې ده چې راتلونکي کال کې ٢٠ زره نور تازه ښوونکي جذب شي.

نوموړي په ورته وخت کې يادونه وکړه چې روان کال کې څه باندې ١٢ زره هستوګنې نومرې د هېواد مختلفو ولايتونو لکه هرات، دايکنډي، پکتيکا او بدخشان کې ښوونکوباندې وېشل شوي دي او دا بهيربه راتلونکي کال کې پاتې نورو ولايتونو کې هم ترسره شي.

د پوهنې وزارت وياند په ډاګه کړه چې سږکال دې وزارت کې د فساد ٦٦ دوسيې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي؛ خو نوموړي د دې دوسيو څرنګوالي او تورنو کسانو په اړه معلومات ور نه کړل.

د پوهنې وزارت له لوري خپرې شوي شمېرې ښيي چې روان کال د ناامنيو له امله د تړل شوو ښوونځيوشمېر لوړ شوى دى، پوهنې وزارت تېرکال ويلي و چې د امنيتي ملحوظاتو له امله ٧٠٠ ښوونځي تړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.