ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کشاف: په افغانستان کې د جهاد فتوا له اسلامه نا خبره مفتیان ورکوي

کشاف: په افغانستان کې د جهاد فتوا له اسلامه نا خبره مفتیان ورکوي

author avatar
14 Mar 2017 - 16:14
کشاف: په افغانستان کې د جهاد فتوا له اسلامه نا خبره مفتیان ورکوي
author avatar
14 Mar 2017 - 16:14

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د علماوو د سراسري شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف وايي، هغه مفتيان له اسلامه نا خبره دي چې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوي.

د اجرائيه رياست له خوا د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د علماوو د سراسري شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف دغه څرګندونې نن له اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د علماوو شورا نورو غړو هم برخه اخيستې وه.

مولوي قيام الدين کشاف، پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد په کلکه وغانده او د دغه بريد د قربانيانو روح ته دعا او ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله وکړه.

هغه زياته کړه چې په ياد روغتون کې وسله والو د ټپيانو او ډاکترانو قتل عام کړی دی. د نوموړي ويلي: ((موږ له يوه بې رحمه، مکار او غدار دښمن سره مخ يو. پر سردار محمد داوود خان روغتون  بريد سره يې وښوده چې دغه جنايت حتی د انساني خصلت لرونکي انسان په تصور کې هم نه شي راتللی.))

د مولوي کشاف په وينا، هېڅ انسان تر اوسه پر يوه روغتون کې د داسې قتل عام تصور حتی نه دی کړی  او نه هم داسې عمل تر اوسه چا کړى دى.

نوموړي له بريدګرو وپوښتل چې ايا دوى په دغه بريد کې کوم کافر وژلی دی؟

د علماوو د سراسري شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف هغو خلکو ته چې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوي، په خطاب کې وويل: ((تاسو په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوئ، په جومات کې ځانمرګی کوئ ايا په جومات کې امريکايي لمونځ کوي؟ په محراب کې بم ږدئ، ايا امریکايي هلته ولاړ وي؟ په جنازو کې تاسو بريدونه کوئ ایا په جنازو کې کفار وي؟)) 

نوموړي هغه کسان ناحقه وبلل چې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوي؛ ځکه افغانان مسلمانان دي، په افغانستان کې شريعت جاري او پنځه وخته په جوماتونو کې اذان کېږي.

د هغه په وينا، ځيني مفتيان له اسلامه نا خبره دي خو په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوي.

کشاف وويل، دغو مفتيانو ته دې الله پاک هدايت وکړي؛ که د هدايت وړ نه وي، الله دې تباه کړي.

د علماوو د سراسري شورا رييس زیاته کړه چې د افغانانو تر منځ يووالی د هغوی د بري لامل دی او ټينګار يې وکړ چې افغانان دې ټول يو موټی، متفق او ځان پر مستقيمه لار برابر کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.