ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عادل: په ننګرهار کې د بې روزګارۍ ډېروالي کاريګر سوال کولو ته اړ کړي

عادل: په ننګرهار کې د بې روزګارۍ ډېروالي کاريګر سوال کولو ته اړ کړي

author avatar
15 Mar 2017 - 13:07
عادل: په ننګرهار کې د بې روزګارۍ ډېروالي کاريګر سوال کولو ته اړ کړي
author avatar
15 Mar 2017 - 13:07

جلال اباد (پژواک، ٢٥ کب ٩٥): د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مسوولين وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بې روزګارۍ ډېروالي له امله ګڼ خلک سوال کولو ته اړ شوي دي.

د دې اتحاديې مشر ډاکتر محمد لياقت عادل چې په جلال اباد ښار کې یې د مزدورانو له وضعيته ليدنه کوله، له خبريالانو سره د خبرو پر مهال په ننګرهار کې د مزدورانو او خواريکښو حالت د اندېښنې وړ وباله.

ډاکتر عادل وويل چې په ننګرهار کې کاريګرو ته لا هم په مزد کې پاکستانۍ کلدارې ورکول کېږي چې له يوې خوا کمې وي او له بلې خوا د خپل هېواد کرنسي هم نه ده.

د ده په وينا، په ننګرهار کې د بېکارۍ کچه ډېره لوړه شوې او په ورځو- ورځو په چوکونو کې ولاړو مزودرانو ته کار نه پيدا کېږي چې له امله يې دغه قشر سوال کولو ته مجبور شوي دي.

هغه وويل، نه يوازې د کار پيدا کېدل د دغو مزودرانو ستونزه ده، بلکې دوی ته د حفاظتي وسايلو نشتوالی، د مزد پوره نه ورکړه او دغه راز له خپل وخته زيات کار هم ورته نورې ستونزې دي.

په جلال اباد ښار کې خوارېکښ او مزدوران هم وايي چې په ورځو- ورځو ورته کار نه پيدا کېږي چې له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي دي.

دوی زياتوي، هر يو يې د اتو لسو اولادونو لرونکي دي او په اوونۍ کې ورته يوازې يوه ورځ کار پيدا کېږي چې د کور ستونزه يې پرې نه حلېږي.

طارق چې د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او دغه ځای ته د کار پيدا کېدو په موخه راغلی و، وايي، سهار وختي يو کور ته د کار په خاطر بوتلل شو؛ خو هلته تر څو ساعته جرو بحث وروسته یې بېرته رخصت کړ.

دی وايي چې د کور څښتن ورته د پنځه سوه کلدارو خبره کوله او ده ترې اووه سوه کلدارې غوښتې؛ ځکه له دې پرته يې اړتيا نه پوره کېده.

د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد کريم وايي چې د داعش له وېرې جلال اباد ښار ته راکډه شوی؛ خو دلته ورته کار نه پيدا کېږي او ژوند يې له ستونزو ډک شوی دی.

هغه له دولته شکايت درلود چې خلکو ته د کارموندنې په برخه کې پاتې راغلی دی او د کاريګرو د حقوقو برخې ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

سيد محمد له کونړ ولايت څخه دغه ځای ته د کارموندې په موخه راغلی و؛ خو وايي، تېره يوه اوونۍ کې ورته يوه ورځ هم کار نه دی پيدا شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.