ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د وريجو پروسس یوې فابريکې له کروندګرو سره د تړون وکړ

ننګرهار کې د وريجو پروسس یوې فابريکې له کروندګرو سره د تړون وکړ

author avatar
15 Mar 2017 - 16:22
ننګرهار کې د وريجو پروسس یوې فابريکې له کروندګرو سره د تړون وکړ
author avatar
15 Mar 2017 - 16:22

جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ٩٥): ننګرهار کې د وريجو د پروسس يوې فابريکې د ختيځو درېيو ولايتونو (ننګرهار، کونړ او لغمان) له بزګرو سره قرارداد وکړ چې وریجې به ترې له بازاره په ګرانه بيه پېري او هم به اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ورکوي.

دغې فابريکې نږدې مياشت مخکې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې فعاليت پيل کړ چې يو نيم ميليون ډالر لګښت پرې راغلی او په يوه ساعت کې پنځه ټنه وريجې پروسس او بسته بندي کوي.

د سميع ابراهيم په نوم د وريجو د پروسس او بسته بندۍ دغې فابريکې د کب په ۲۵مه په جلال اباد ښار کې د ختيځو دريو ولايتونو ننګرهار، کونړ او لغمان له سلګونه کروندګرو سره تړون وکړ چې له هغوی به په مناسبه بيه شولې يا خامې وريجي پېري.

د دې فابريکې يوه مسوول غلام نبي وويل، په تړون کې د فابريکې ګټه هم شته خو ډېره ګټه يې ځکه د کروندګرو ده چې شولې ترې له بازاره په ګرانه بيه اخيستل کېږي او هم ورته په مناسبه بيه او پور باندې کيمیاوي سره، اصلاح شوی تخم او وړې قرضې ورکوي.

دی وايي، تړون جبري نه دی او کروندګر خپلې خوښې ته هم پرېښودل کېږي چې که نه غواړي پر دوی خامې وريجې وپلوري؛ نو هم صلاحيت ورکړل شوی دی.

د غلام نبي د معلوماتو له مخې، له تړون څخه به د کرنې رياست څارنه کوي او که هر څوک سرغړونه کوي نو یاد رياست به ورته لار ښوونه کوي.

د فابريکې دغه مسوول وويل چې تړون له ټولو هغو بزګرو سره کېږي چې شولې وکري خو د تړون اصول داسې دي چې د کلي پر سر يوه بزګر سره تړون کېږي او د نورو مسووليت هم هغه پر غاړه اخلي.

د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د دره لام اوسېدونکی مسافر چې هلته د د بزګرانو د يو کوپراتيف مشر دی، له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې د دې فابريکې په جوړېدو سره د کروندګرو ګټه ډېره شوې ده.

دی وايي چې پخوا يې شولې خپله وريجې کولې او بيا په بازار کې ترې په ارزانه بيه خرڅېدې؛ خو اوس يې ترې دغه فابريکه شولې له پخوانيو وريجو هم په لوړه بيه اخلي.

دغه راز د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د بهسود خاص کلي ملک او له دغې فابريکې سره د خپل کلي د کروندګرو په استازیتوب تړون کوونکی نظام الدين وايي چې فابريکې ورته دومره اسانتيا رامنځته کړې چې شولې ترې په خپل کور کې پېري.

نوموړي خوښي وښوده چې تازه تړون به لا د دوی کار اسانه او ګټور کړي: ((دغه اصلاح شوي تخمونه چې موږ ته راکوي، نو دا که پخوا موږ يو جریب نه خروار شولې ټولولې، دا تقريباً دوه خرواره شولې ورکوي، بيا به موږ غټې وريجې من يو نيم سل خرڅولې او مينې په درې سوه؛ خو اوس به دوی شولې غټې په دوه نيم سوه او مينې په ۶۰۰ کلدارې اخلي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.