کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونځيو د ښځينه زده کوونکو لپاره د طرحه شوې جامې چې ځانګړتياوې يې د پوهنې وزارت له لوري خپرې شوې، د خلکو له کلتور او دودونو سره برابرې نه دي بللې او اړوند وزارت ته يې لارښوونه کړې چې له ښوونکو، زده کوونکو او د هغوى له مور او پلار سره د مشورې له مخې پر يوه بله طرحه کار وکړي.
د پوهنې وزارت په تازه ډول د دولتي ښوونځيو د نجونو زده کوونکو لپاره د رسمي يونيفورم ځانګړتياوې خپرې کړې چې د طرحې پر بنسټ، د ښوونځي د لومړۍ دورې زده کوونکو جامې اسماني، د منځنۍ او لېسې دورو فولادي رنګ لري او څادر ته يې سپين رنګ ټاکل شوى دى.
خو د دغو جامو ډيزاين چې د پوهنې وزارت له لوري خپور شوى، د فېسبوک کاروونکو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوى چې په ترڅ کې يې ولسمشر غني هم د نجونو زده کوونکو د جامو نوې طرحه رد کړه.
د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې ولسمشر غني د پوهنې وزارت له لوري د يونيفورم خپره شوې طرحه له کلتور او ولسي دودونو سره مناسبه نه ده بللې او ويلي يې دي چې هېڅ کومه طرحه د کورنيو د اقتصادي وضعيت په پام کې نيولو نه پرته نه شي عملي کېدلى.
ولسمشر د پوهنې وزارت ته لارښوونه کړې چې له ښوونکو، د زده کوونکو له میندو او پلرونو سره د مشورې له لارې پر يوه داسې نوې طرحه کار وکړي چې له ملي کلتور سره مناسبه او اقتصادي وي.
له بلې خوا د پوهنې وزارت وياند مجيب مهر داد وايي چې د پوهنې وزارت د متخصصينو د نظرونو پر بنسټ يوازې نجونو د يوينفورم د رنګ بحث مطرح کړ و.
هغه وايي، دا چې د نوي ښوونيز کال پيل ته کم وخت پاتې دى، زده کوونکي کولى شي چې له خپل پخواني يونيفورم سره ښوونځي ته ولاړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن