ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال زون کې څلور زره مېوه لرونکي باغونه جوړيږي

په شمال زون کې څلور زره مېوه لرونکي باغونه جوړيږي

author avatar
15 Mar 2017 - 17:31
په شمال زون کې څلور زره مېوه لرونکي باغونه جوړيږي
author avatar
15 Mar 2017 - 17:31

مزارشريف (پژواک، ٢٥ کب ٩٥) :د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ څانګې لخوا د شمال زون په پنځو ولايتونو کې د څه باندې څلور زره مېوه لرونکو باغونو د جوړېدو لړۍ پيل شوه.

دغه څرګندونې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د شمال زون مسوول احمد فهيم جباري د کب په ۲۵مه، په بلخ ولايت کې د يادې لړۍ په ترڅ کې د نيالګيو ايښودلو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

نوموړي زياته کړه چې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ څانګې د دغې پروژې په ترڅ کې د شمال زون په پنځو ولايتونو په بېلا بېلو سيمو کې د مېوه  لرونکو ونو څلور زره باغونه جوړوي.

د هغه په وينا، په دغو باغونو کې د بادام، زردالو، مڼو، انار، شفتالو، ګيلاس، املوک او انګور شامل دي، چې د سمنګان، بلخ، جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونو کې  جوړيږي .

جباري دا هم وويل چې د همدې پروژې په مرسته په شمال زون کې ۷۰ سولري څاګانې کيندل شوې دي  چې پر هره سولري څاه  ۸ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى.

د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ يو تن کروندګر اسماعيل پژواک ته وويل چې له پخوانيو باغونو اوسني باغونه ډېر ښه دي، ځکه چې پخواني باغونه معياري نه وو.

نوموړي زياته کړه، اوس چې کوم نيالګي دوى ته ورکول کېږي په معياري ډول کېنول کېږي چې ښه حاصلات به ترې تر لاسه کړي.

بلخوا په بلخ کې د کرنې رياست مشر سراج الدين مهربان پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېرى بزګران سواد نه لري چې څنګه له خپلو  باغونو څخه سمه څارنه وکړي.

هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ چې بزګران د اوبو له نه شتون سره مخ دي، د سم مارکېټ له نه شتون سره هم لاس او ګرېوان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.