ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين په کابل کې د کورونو جوړولو چارې پيلوي

چين په کابل کې د کورونو جوړولو چارې پيلوي

author avatar
16 Mar 2017 - 16:43
چين په کابل کې د کورونو جوړولو چارې پيلوي
author avatar
16 Mar 2017 - 16:43

کابل (پژواک، ٢٦ حوت ٩٥): د ښار جوړونې وزارت وايي چې چين په کابل کې د استوګنې د١٠ زرو کورونو جوړولو لومړی پړاو چارې تر راتلونکو دوومياشتو پورې پيلوي او په دغه پړاو کې به ١٤٠٠ کورونه جوړ شي.

د دغو ١٤٠٠ کورونو جوړولو تړون د څه باندې ٧٥ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت د چين په مالي ملاتړ نن د ښار جوړونې او په کابل کې د چين سفير تر منځ لاسليک شو.

د ښار جوړونې وزارت چارواکي وايي چې ياد وزارت د چين حکومت د لس زره کورونو جوړولو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړى دى چې اوس د دې پروژې د ١٤٠٠ کورونو جوړونې د لومړۍ برخې کار به د کابل ښار د دارالامان په نيله باغ سيمه کې پيل شي.

د ښار جوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري وويل چې د دې سترې پروژې په پلې کېدو به زيات شمېر مستحق کسان او دولتي کارکوونکي د سرپناه څښتنان شي.

نوموړي زياته کړه چې د دې پروژې لومړى پړاو به له ٧٥ – ٨٠ ميليونو ډالرو لګښت ولري او د پروژې د ياد پړاو کار به تر دوو راتلونکو کلونو پورې بشپړ شي.

د ښار جوړونې وزير وويل چې د يادې پروژې په پيل سره به ډېرو افغان کارګرو ته د کاز زمینه برابره شي او زیاته یې کړه چې ياده پروژه د چين هېواد له لوري پلې کېږي او ټول کارګران به يې افغانان وي.

نوموړي په ډاګه کړه چې ياد کورونه به په کم مساحت کې جوړ شي، په ارزانه بيه، اوږدمهالو قسطونو کې د هغو دولتي کار کوونکو لپاره چې تر اوسه کور او اپارتمان نه لري، ورکړل شي.

د نادري په وينا، د دايمي کورونو نه شتون يوه ستونزه ده او په ټول کابل ښار کې دوه ميليونه کورونو ته اړتيا شته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.