کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٥): د افغانستان او ايرلينـډ ترمنځ د کرکـټ په دويمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې هم يو شمېر ريکارډونه جوړ شول.
تر دې مخکې ددواړو هېوادونو ترمنځ د شل اووريزو لوبو په لړۍ کې تر ١٥ زيات ملي او نړيوال ريکارډونه جوړ شوي وو.
پرون افغانستان ايرلينډ ته په دويمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې د ٣٤منډو په توپير سره ماتې ورکړه. افغانستان ٣٣٨ منډې جوړې کړې، خو دايرلينډ لوبډله په ٣٠٤ منډو وسوځېدله.
افغانستان د ايرلينډ پر وړاندې ٣٣٨ منډې جوړې کړې چې په يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان له لوري تر ټولو زياتې منـډې وې.
تر دې مخکې په ٢٠١٤ زيږديز کال کې افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ٣٠٢ منډې جوړې کړې وې.
دغه راز په دې لوبه کې افغان لوبـډلمشر اصغر ستانکزى چې تر اوسه يې ٦٩ يوه ورځنۍ نړيوالي لوبې کړې وې، لومړۍ سليزه ووهله.
ملي لوبغاړى راشد خان لومړى افغان توپ اچوونکى شو چې د کرکت په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې شپږ مخالف لوبغاړي سوځوي. تر دې مخکې رحمت شاه او حميد حسن پنځه، پنځه لوبغاړي سوځولي وو.
په دې لوبه کې دغه راز يو نړيوال ريکارډ هم جوړ شو، هغه دا چې د يوه ورځني کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په يوه لوبه کې دوو لوبغاړو شپږ ، شپږ لوبغاړي وسوځول. د افغانستان له لوري راشد خان او د ايرلينډ له لوري پال سټرلينګ.
دغه راز د ايرلينډ پال سټرلينګ د نړۍ دويم لوبغاړى شو چې په يوه ورځنۍ لوبه کې هم شپږ ويکټې اخلي او هم يې زياتې ٩٥ منډې جوړې کړې. تر دې مخکې دانګلستان پال کلنګووډ په لوبه کې شپږ ويکټې اخيستې وې او سليزه يې هم وهلې وه.
Visits: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن