ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان به د امنيت شورا ته د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکو په اړه اسناد وړاندې کړي

افغانستان به د امنيت شورا ته د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکو په اړه اسناد وړاندې کړي

author avatar
20 Mar 2017 - 13:41
افغانستان به د امنيت شورا ته د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکو په اړه اسناد وړاندې کړي
author avatar
20 Mar 2017 - 13:41

واشنګټن (پژواک، ٣٠ کب ٩٥) : په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازى وايي، چې د اړتيا پر مهال به د امنيت شورا غړو هېوادونو ته د ترهګرو او د هغوى د ملاتړو په اړه کره اسناد او شواهد وړاندې کړي.

دغه راز نوموړي له نړيوالو غوښتي  چې په هېواد کې يې د مېشتو ترهګرو د بهرنيو ملاتړو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

صيقل دغه څرګندونې د کب په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

نوموړي  زياته کړه : ((زموږ موخه دا نه ده، چې کومه خوا ملامته کړو، بلکې غواړو چې نړيواله ټولنه پوهه شي چې په افغانستان کې د فعاليت کوونکو ترهګرو ډلو بهرني ملاتړ کوونکي څوک دي!))

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغان استازي د ملګرو ملتونو دامنيت شورا په يوه ځانګړې غونډه کې نېغ په نېغه پر پاکستان نيوکه وکړه چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، خو د پاکستان استازي د صيقل ادعاوې رد کړې وې.

صيقل په ياده مرکه کې ويلي : (( دا نه يواځې زما مسووليت دى، بلکې د ٣٠ ميليونو افغانانو غږ دى، څو د سيمې د حقايقو په اړه نړيوال خبر کړم.))

د هغه په وينا، د ترهګرو ملاتړ کول  د ملګرو ملتونو له منشور خلاف عمل دى  او هر حکومت يا ډله چې ددې منشور پر ضد کړنې کوي، بايد پر ضد يې غږ پورته کړاى شي.))

په ملګرو ملتونو کې افغان استازى وايي چې دې سيمه کې د وروستيو تحولاتو او پرمختګونو په اړه افغانستان يواځينى دولت دى چې خپل مسووليت په سمه توګه ادا کوي.

د نوموړي په وينا، په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې خونړۍ پېښې شوې دي او اوس ددې وخت دى چې نړيوال بايد له حقايقو څخه خبر کړل شي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې افغانستان دوه ځلې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پر ضد شکايتونه هم کړي دي.

محمود صيقل وايي، د اړتيا پر مهال به افغانستان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو هېوادونو د ترهګرو او د هغوى د ملاتړو په اړه اسناد او شواهد هم وړاندې کړي.

هغه وايي : (( تېر کال مو په دې تېره کړه چې د افغانستان ستونزه له دپلوماتيکو لارو هواره شي، خو اوس راته د افغانستان د حکومت لخوا ويل شوي چې ملګري ملتونه او د امنيت شورا له ټولو حقايق خبر کړم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.