ښرنه(پژواک،٣٠کب٩٥): د پکتيکا په دوو ولسواليو کې طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيکا د والي وياند عبدالرحمن حيات د کب په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته بې پيلوټه الوتکې د برمل ولسوالۍ د تنګي درې په سيمه کې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې د هارون او عظمت په نومونو د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي دي.
دغه راز په دې ولسوالۍ کې يوې باوري سرچيني پژواک ته وويل چې وژل شوي دواړه قوماندانان د حقاني شبکې کسان وو.
بل لورته د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د ارګون ولسوالۍ په چينې پوسته بريد کړى دى.
ده وويل چې په دې بريد کې دوه سيمه ييز پوليس او دوه طالبان وژل شوي او دوه سيمه ييز پوليس او دوه طالبان ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پکتيکا د افغانستان د لرو پرتو او سرحدي ولايتونو له ډلې څخه دى چې له ګاونډي هيواد پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري او ډيرې سيمې يې نا امنه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن