ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نواز شريف له افغانستان سره د تړلو لارو د پرانېستلو امر کړى

نواز شريف له افغانستان سره د تړلو لارو د پرانېستلو امر کړى

author avatar
20 Mar 2017 - 14:02
نواز شريف له افغانستان سره د تړلو لارو د پرانېستلو امر کړى
author avatar
20 Mar 2017 - 14:02

کابل (پژواک، ٣٠ کب ٩٥): د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف تر امر وروسته له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې پرانېستل شوې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د کب په ٣٠ مه ، په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې هېوادوالو ته د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ ويلي چې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز ورته ډاډ ورکړ  چې لاره به نن خلاصه شي.

هغه زياته کړه چې تېره اوونۍ د لندن په درې اړخيزه ناسته کې د لارو په بې قيد او شرطه پرانېستلو توافق شوى و.

د نوموړي په وينا، تر يادې غونډې وروسته افغانستان له پاکستان سره نورې مهمې موضوع ګانې هم په جديت سره تعقيب کړې دي.

زاخېلوال وايي، سرتاج عزيز ورته ډاډ ورکړى چې دا لارې به په دايمې توګه پرانېستل شي.

بلخوا د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي نن له افغانستان سره د ټولو لارو د پرانېستلو سپارښتنه کړې ده.

نواز شريف زياته کړې، د کومو ستونزو له امله چې دا لارې تړل شوې دي هيله ده چې افغان حکومت يې په اړه جدي اقدامات وکړي.

د يادونې ده چې تېره مياشت په پاکستان کې تر خونړيو چاودنو وروسته چې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، ددغه هېواد پوځ له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.

دوى ادعا کوله چې په يادو چاودنو کې په افغانستان کې پټ شوې پاکستانۍ وسله واله ډله ( جماعت الاحرار) لاس لري.

تر يادو پېښو وروسته پاکستانيو ځواکونو د ننګرهار او کونړ پر سرحدي سيمو توغندويي بريدونه هم وکړل چې په ترڅ کې يې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ سلګونه کورنۍ بې ځايه هم شوې.

دغه راز پاکستان د شاوخوا د ٧٦ ترهګرو لېست افغانستان ته سپارلى و، خو چې په ځواب کې يې افغانستان هم پاکستان ته  د شاوخوا ٨٥ ترهګرو لېست ورکړ.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر څو ورځې مخکې روسيې ته د سفر پر مهال رسنيو ته ويلي وو : (( پاکستان ته مو وړانديز کړى چې ديوه درېيم ګړي هېواد په شتون کې به دواړه هېوادونه پر لېستونو عمل کوي، خو پاکستان دغه کار ونه کړ.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.