ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٢٠١٧ کال به د افغانستان لپاره له ننګونو ډک وي

٢٠١٧ کال به د افغانستان لپاره له ننګونو ډک وي

author avatar
20 Mar 2017 - 14:53
٢٠١٧ کال به د افغانستان لپاره له ننګونو ډک وي
author avatar
20 Mar 2017 - 14:53

کابل(پژواک، ٣٠ کب ٩٥): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې ٢٠١٧ زېږيزد کال به د افغانستان لپاره يو بل له ننګونو ډک کال وي او بشر دوستنه ټولنه اړ ده چې خپلې هڅې زياتې کړي، ځکه چې د جګړې له امله به د کورنيو بې ځايه شوو شمېره لوړه وي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر ډامينيک وايي چې په افغانستان کې د ټوليزو هڅو او بشردوستانه ټولنې د ژمنې له لارې په تېر کال درې عشاريه شپږ(٣.٦) ميليونه افغانان زيانمن شوي او ګوښه شوي دي چې د ټول هېواد ١١ سلنه وګړي جوړوي، بېړنۍ انساني مرستې ورسره شوې دي.

 هغه وويل چې ميليونونه کسان د اوږدې مودې لپاره د جګړې ويجاړونکو پايلو او پرله پسې طبيعي پېښو ځورولي، خو دغه پايلې( د مرسته شوو شمېر) څرګندوي چې انسان دوسته ټولنې د انسانانو د ژغورنې لپاره نه ستړې کېدوونکې او رښتينې مرستې کوي، بيا به هم پاتې وي او د زياتو مرستو لپاره چمتو والى لري.

هغه وويل چې ٢٠١٧ کال د افغانستان لپاره له ننګونو ډک کال دى او زياته يې کړه چې انسان دوسته ټولنه اړ ده چې خپلې هڅې زياتې کړي، داسې وړاندوينه کېږي چې د جګړې له امله د کورنيو بې ځايه شوو شمېره لوړه شي، ګڼ شمېر له پاکستان نه را ستانه شي او د انسانانو د ژوند د ژغورنې، روغتيا او تعذيې په برخه کې ډېرو اقداماتو ته اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو د انساني مرستو د همغږۍ دفتر مشر زياته کړه:((سږ کال (٢٠١٧) مو د ٥٥٠ ميليون ډالرو د مرستو جلب يوه غوښتنه چمتو کړې او د مرسته کوونکو قوي ژمنې ته سترګې په لار يو.))

ياد شوى دفتر وايي چې په ٢٠١٦ کال کې تمويلوونکو يو ځل بيا سخاوتمندانه عمل وکړ او څه باندې ٥٣٨ميليونه امريکايي ډالر يې د انساني مرستو لپاره چې ٣٥٦ ميليونه نور د دوستانه بشري مرستو د طرح د تمويل لپاره وو، ورکړل.

د سرچينې په خبره ، تېر کال دغه شوې غوښتنه ٧٣ سلنه تمويل شوه چې د دويم کال لپاره د نړۍ په کچه د مرستو غوښتنې غوره تمويل و.

ياده اداره وايي چې سږ کال هم داسې اټکل کېږي چې ٩.٣ ميليونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري چې له دې ډلې به ٥.٦ميليونه ډېرو زيانمن شوو ته د افغانستان لپاره د ٢٠١٧ بشري مرستو لړ کې مرستې ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.