ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې  ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار کې ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Mar 2017 - 13:49
په ننګرهار کې  ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Mar 2017 - 13:49

جلال اباد (پژواک، ٣٠ کب ۹۵): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې او چپرهار ولسوالۍ کې د يو کور د دېوال پرېوتو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۳ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل  چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند حلقوي سړک په مربوطاتو کې د موټر سايکل او کرولا موټر د جنګېدو له امله موټر سايکل چلوونکی مړ شوی او د کرولا موټر چلوونکی او دوه نور کسان ټپيان شوي دي .

هغه زياته کړه چې ياده پېښه د موټر او موټر سايکل د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ده همدا راز وويل چې د چپرهار ولسوالۍ په تريلي سيمه کې تېره ورځ د يوه دېوال پرېوتو له امله دوه نجونې چې عمرونه يې څلور او اته کلونه دي،  مړه شوي او يو بل ماشوم ټپي شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.