ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې وکيلان: د سرپرست وزيرانو د کار دوام غيرقانوني دى

ځينې وکيلان: د سرپرست وزيرانو د کار دوام غيرقانوني دى

author avatar
20 Mar 2017 - 20:10
ځينې وکيلان: د سرپرست وزيرانو د کار دوام غيرقانوني دى
author avatar
20 Mar 2017 - 20:10

کابل (پژواک، ٣٠ کب ٩٥): د ولسي جرګې يو شمېر غړي د سرپرست وزيرانو د کار پر دوام سخته نيوکه کوي او په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د ډېرولو په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير څرګندونې غيرمسوولانه بولي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، پرون کابل کې ويلي چې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د ډېرښت په اړه د نړيوالو ځواکونو د قوماندان جنرال جان نيکلسون له طرحې ملاتړ کوي.

افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قوماندان جنرال جان نيکلسون څه موده وړاندې د امريکا سنا جرګې ته ويلي و، افغانستان کې د جګړې وضعيت د بدلون لپاره نورو څو زره زياتو ځواکونو ته اړتيا ده.

خو د ولسي جرګې د بدخشان استازي زلمي مجددي د يادې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل: "ښاغلي رباني هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د زياتوالي په اړه غيرمسوولانه خبرې کړې دي."

هغه زياته کړه، افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون زياتوالى د هېواد د امنيت په ټينګښت کې کوم مثبت اغېز نه لري.

نوموړي وويل، افغان مشران بايد د هېواد د امنيتي ځواکونو پر ډېر تجهيز او سمبالښت ټينګار وکړي او د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د بې کفايتۍ له حالت راوباسي.

د ولسي جرګې لومړى نايب همايون همايون چې نن يې د يادې جرګې مشري پر غاړه درلوده، وويل: "ښاغلي رباني د دې واک نه لري چې د افغان دولت له ادرسه د امريکايي ځواکونو د زياتولو په اړه څرګندونې وکړي."

هغه زياته کړه: "بهرنيو چارو وزير د دې حق نه لري، چې د بهرنيو ځواکونو د ډېرښت او نه ډېرښت غوښتنه وکړي، دا د افغانانو واک دى، له وزير صاحب غواړو چې خپله دنده وپېژني او له افغانانو استازيتوب ونه کړي."

سرپرستي

ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد عارف رحماني وويل، د سرپرست وزيرانو د کار دوام غيرقانوني دى او جرګې ته د وزارتونو لپاره بايد ژر  تر ژره نوماندان ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د يادې جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د روانې مياشتې په ٢٥ مه نېټه ويلي، چې جرګې ته به ډېر ژر د باور رايو ترلاسه کولو لپار ځينې نوماند وزيران ورمعرفي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.