لښکرګاه (پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ۹۶): د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اوپراتيفي ځانګړې قطعې پر يوې پوستې د ځانمرګي بريد له امله ٨ سرتيري وژل شوي او ١٤ نور ژوبل شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان د وري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ځانمرګى بريد تېره شپه په شاوخوا نهو بجو د کندهار پر لويه لاره ددورايي په سيمه کې شوى و.
هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو مخالفينو د يوه ډاټسن موټر په وسيله ترسره کړى دى.
د نوموړي په وينا، دا هماغه ډول ډاټسن و، چې د اوپراتيفي ځانګړي ځواک يې کاروي، چې له امله يې بريدګر وکولى شو، چې پوستې ته ځان ورسوي.
خپلواک وايي، چې په دې بريد کې ٨ سرتيري وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې پېښې ټپيان دوى ته نه دي راوړل شوي، کېداى شي کندهار ته وړل شوي وي.
وسله و الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن