ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د پوهنې رياست دوه رييسان لري

د کندهار د پوهنې رياست دوه رييسان لري

author avatar
21 Mar 2017 - 12:43
د کندهار د پوهنې رياست دوه رييسان لري
author avatar
21 Mar 2017 - 12:43

کندهار (پژواک، د وري لومړۍ ٩٦): په کندهار کې که له یوې خوا د پوهنې بهیر د ناامنیو او ګڼو نورو ستونزو له امله ټکنی دی، خو بل خوا د پوهنې ریاست د ناسالمو سیالیو او رقابتونو ښکار دی.

د پوهنې په بهیر کې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ په دې وروستیو کې یوې بلې ستونزې سر ټوکولی، چې د دغې ادارې لپاره د دوو سرپرستانو موضوع ده.

که څه هم د پوهنې ریاست لپاره محب الله قادري چې مخکې د دې ریاست کارکوونکی و ، د کندهار د والي له خوا د سرپرست په توګه ټاکل شوی، خو په دې وروستیو کې د عبدالله اڅکزي په نوم یو بل کس ادعا کوي چې د پوهنې وزارت له خوا د کندهار د پوهنې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

محب الله قادري د روان ۱۳۹۵ کال د وږي په میاشت کې د کندهار د والي له لوري وروسته له هغه د دې ادارې د سرپرست په توګه وټاکل شو چې د پوهنې مخکنی رييس عبدالقادر پيوستون او تدريسي مرستيال محمد عوض نظري د خلکو د هغو شکايتونو پر بنسټ چې ګواکې په دې اداره کې پراخ فساد شتون لري او مسوولين يې لازم خدمات نه شي وړاندې کولاى، له دندو لرې شول.

د کندهار د پوهنې ریاست لپاره د ولایتي ادارې له لوری ټاکل شوي سرپرست محب الله قادري وايي، دی د کندهار والي او په خپله د پوهنې وزارت له خوا د یادې شوې ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، تر هغه چې د دې ادارې لپاره په رسمي توګه رییس ټاکل کېږي، دی د ریاست د سمبالښت چارې په غاړه لري.

ده زیات کړه، په خپله د پوهنې وزیر هم په شفاهي بڼه ورته ویلي چې سرپرست یې، خو رسمي منظوري یې لا نه ده راغلې.

قادري ومنله، چې د عبدالله اڅکزي په نوم بل کس د پوهنې له وزارت څخه د سرپرستۍ مکتوب راوړی خو ولایتي ادارې موافقه نه ده ورسره کړې او معرفي کړی یې نه دی.

ده زياته کړه : ((ولایت مقام له عبدالله اڅکزي سره موافقه نه ده کړې او نه یې هم موږ ته معرفي کړی دی، د پوهنې وزیر ما ته په شفاهي توګه ویلي چې ستا د سرپرستۍ مکتبوب مو جهموري ریاست ته لېږلی چې کله منظور شي، در و به لېږل شي.))

بل خوا د پوهنې ریاست مالي او اداري امر عبدالله اڅکزی ادعا کوي، چې د پوهنې وزارت له خوا ورته د دې ولایت د پوهنې ریاست لپاره د سرپرستۍ مکتوب ورکړل شوی دی.

اڅکزي پژواک اژانس ته وویل، څه موده مخکې مرکز ته د اداري کارونو د هواري لپاره تللی و چې هلته ورته د پوهنې د وزیر له خوا د سرپرستۍ رسمي مکتوب ورکړل شوی او ده له ولایت مقام سره شریک کړی دی.

دی وايي، ولایتي ادارې هم ورسره موافقه کړې ده، خو معرفي کړی یې لا نه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.