کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ٩٦): په داسې حال کې چې دوه ورځې وروسته نوى تعليمي کال پيلېږي، خو د پوهنې وزارت وايي، چې ١٦ ولايتونو ته تر اوسه درسي کتابونه نه دي رسيدلي.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د ولسمشر په مشرۍ د نوي پوهيز کال د پيلېدو په اړه يوه ځانګړې غونډه جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، چې ددې غونډې پر مهال د ښوونې او روزنې وزارت مسوولينو شکايت وکړ، چې د تدارکاتو او نورو ځېنو موضوعاتو او ستونزو له امله تر اوسه ١٦ ولايتونو ته د نصاب درسي کتابونه نه دي رسيدلي.
د وزارت مسوولينو له ولسمشر څخه غوښتي دي، چې په دې برخه کې همکاري کړي.
سرچينې ويلي، چې ولسمشر د ملي دفاع وزارت ته سپارښتنه کړې، چې له پوهنې وزارت سره په ګډه ټولو ولايتونو ته ژر تر ژره د نصاب درسي کتابونه ورسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن