ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” داخلي او بهرنۍ ننګونې د پوهنې د رښتيني پرمختګ خنډ شوې”

” داخلي او بهرنۍ ننګونې د پوهنې د رښتيني پرمختګ خنډ شوې”

author avatar
23 Mar 2017 - 19:10
” داخلي او بهرنۍ ننګونې د پوهنې د رښتيني پرمختګ خنډ شوې”
author avatar
23 Mar 2017 - 19:10

 کابل (پژواک، ٣  ورى ٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال د ښځو د ونډې په اړه شته مخالف جريانونه او افراطيت د پوهنې پر وړاندې سترې ننګونې بولي او وايي چې د پوهنې په سيستم کې ټولې شته داخلې او بهر ننګونې د پوهنې رښتنې لړۍ د پرمختګ د ټکني کېدو لامل شوې ده.

 د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش نن په هغو مراسمو کې چې د نوي ښوونيز کال د پيل او د ښوونځي د زنګ په وهلو سره د اماني په لېسه کې د پوهنې، لوړو زده کړو او عدليې وزيرانو او د يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون ترسره شوي و، وويل چې په تېرو کلونو کې د ښوونځيو ودانيو جوړولو او د کتابونو د چاپ برخو په قراردادونو کې له قانون سرغړونه او د فساد شتون؛ د پوهنې برخې ته ډېر زيانونه اړولي دي.

 نوموړي زياته کړه، پر دې سربېره چې پخوا د نړيوالې ټولنې له لوري د پوهنې له برخې سره ډېرې مرستې شوې؛ خو بيا هم د ښوونې او روزنې اساسي بنسټونه په اساسي توګه نه دي جوړ شوي.

د هغه په وينا، د دولت له بوديجې په بېلابېلو نومونو ډېرې پيسې ايستل شوې او خو تر اوسه پورې داسې بنسټيز کار چې اړتيا ورته لېدل کېږي؛ نه دى ترسره شوى.

 دانش زياته کړه: "د خيالي ښوونځيو او ان د خيالي ښوونکو او زده کوونکو کيسه، داسې يو تريخ حقيقت دى، چې بايد له بده مرغه يې ومنو او پر وړاندې يې په رښتيا او پياوړې ارادې مبارزه وکړو."

هغه په ټينګار سره وويل، د پوهنې په داخلي سيسټم کې د موجوده ننګونو سربېره بهرنۍ ننګونې هم د پوهنې د ريښتونې پرمختګ پر وړاندې خنډ شوې دي.

د نوموړي په وينا، جګړه او نا امني د پوهنې پر وړاندې هغه عمده ستونزې دي چې له امله يې له پخوا کلونو راهيسې د هېواد ډېرې برخې د سواد له زده کړو محرومې دي.

د ولسمشر دويم مرستيال وويل، طالبان او د دولت نورې وسله والې ډلې د دغو محروميتونو اصلي عاملين دي.

 نوموړي، ترهګريزې ډلې د علم، پوهې او ازادۍ دښمنانې وبللې او ويې ويل، يادې ډلې نه يوازې د دولت او حکومت سره مخالفت کوي، بلکې په حقيقت کې غواړي چې خلک په بېسوادۍ، تيارو او جهل کې وساتي او د هېواد د پرمختګ او پراختيا دوښمنان دي.

د ولسمشر د دويم مرستيال په وينا، اوس هم په سياسي او ټولنيزو ډګرونو کې د ښځو د ونډې مخالف جريانونه او افراطيت، د افغانستان د پوهنې په ډګر کې له سترو ننګونو او ګواښونو بلل کېږي.

 هغه په ډاګه کړه، په ډېرو مواردو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى هم د هېواد په فرهنګي او ښوونيز وضعيت نيمګړتياوې په ګوته کوي، که چېرې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو په منځ کې د  زده کړو او لوړو زده کړو کچه لوړه شي نو هماغه اندازه به غيرقانوني کړنې او تاوتريخوالي هم راټيټ شي.

هغه زياته کړه، د هېواد په کچه د ښوونځيو د اداري او روزنيزو کادرونو کمزورتيا، ښوونکو او کارکوونکو لپاره د اړينو دولتي خدمتونو کمښت، دغه راز د روزنيزو تجهيزاتو او د هېواد د ډېرو ښوونځيو د ودانيو نه شتون؛ نورې هغه ستونزې دي چې اوس هم په ټول هېواد کې تر سترګو کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.