ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  خوست کې  د ځغاستې سيالي تر سره شوه

په خوست کې د ځغاستې سيالي تر سره شوه

author avatar
23 Mar 2017 - 17:59
په  خوست کې  د ځغاستې سيالي تر سره شوه
author avatar
23 Mar 2017 - 17:59

خوست (پژواک، ۳ وری ۹۶):د خوست سلګونه ځوانانو د نوي ۱۳۹۶ لمريز کال په وياړ د ځغاستې په يوه سيالۍ کې برخه واخيسته.

د ځغاستې دغه سيالي چې د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د خوست په نوي جوړېدونکي ملکي نړيوال هوايي ډګر کې ترسره شوه، ددې ولايت د مختلفو سيمو شاوخوا زرو تنو لوبغاړو په کې ګډون کړی و.

د خوست د المپيک امر عزيزملنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې موخه او هدف يې د ځغاستې له يادې سيالۍ څخه نوي کال ته هرکلی او د خپلو ملي امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ او هغو سره همکاري کول دي.

هغه زياته کړ:((موږ دا سيالي ددې لپاره ترتيب کړې وه چې سوله غواړو او د خوست د ډاډمن امنيت په خاطر د خپلو ملي امنيتي ځواکونو او د ولايتي ادارې نه ملاتړ اعلانوو، دلته د بيا رغونې کارونه ډېر په تيزۍ سره روان دي.))

په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبيبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سپورټ په هره برخه کې به لوبغاړو ته ډاډمن چاپيريال رامنځته کړي او هغه ستونزې چې هغوی ورسره مخ دي هوارې کړي.

هغه زياتوي: ((د خوست ولسونه نه يواځې په علم، سوله، ابادۍ او امنيت مين دي، بلکې په دا   هره برخه کې تکړه وتلي ستوري لري، ورزشکاران لري او زه ژمن يم، چې ستاسې هر يوه ستونزو ته به ځان رسوم.))

له بلې خوا لوبغاړي هم د دا ډول سپورټي پروګرامونو په جوړولو خوښ دي او وايي چې په دې سره به يو له سپورټ سره د ځوانانو مينه زياته شي او له بلې خوا د نشه يي توکو د استعمال ترڅنګ به له نورو ناوړه کارونو څخه منع شي.

يو تن لوبغاړی  جهان الله جنون چې د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی دى ،وايي: ((، د المپيک ادارې څخه مې غوښتنه دا ده چې دې ته ورته نور سپورټي پروګرامونه هم ترتيب کړي، څو ځوانان سولې او يووالي ته کار وکړي.))

يو شمېر نورو لوبغاړو بيا پژواک خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې وويل  چې د المپيک اداره هغه ډول چې لازمه ده د لوبغاړو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويلی، خو د المپيک ادارې مسوولين وايي، دوی تل په دې هڅه کې دي چې د لوبغاړو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.