ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې  ١٣ تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شول

پکتيکا کې ١٣ تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شول

author avatar
23 Mar 2017 - 16:12
پکتيکا کې  ١٣ تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شول
author avatar
23 Mar 2017 - 16:12

ښرنه(پژواک،٣ورى٩٥): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د تعليمي کال له پيل سره سم يې ١٣ تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي.

د پکتیکا د پوهنې رييس نسيم واجد د وري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښوونځي له تېرو څلورو کلونو راهيسې د نا امنيو او نورو ستونزو له امله تړل شوي وو.

ده وويل چې دغه ښوونځي په سرروضه، برمل او خيرکوټ ولسوالۍ کې دي چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په پکتيکا کې ٢٧ نور ښوونځي هم د زده کوونکو پرمخ تړلي دي چې د خلاصولو په موخه يې هلې ځلې روانې دي.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت هم په دې اړه وويل چې په پکتيکا کې دپخوا په پرتله د ولسونو مينه او علاقه له زده کړې سره زياته شوې چې له امله يې د نارينه زده کونکو ترڅنګ ٣٠ زره نجونې هم په زده کړو بوختې دي.

هغه زياته کړه چې ددې ولايت اوسېدونکو خپلي شخصي ځمکې دښوونځيو لپاره وقف کړې دي او ان تر دې چې د ودانيو په جوړولو کې هم پوره ونډه اخلي.

هغه زياتوي: (( د مکتبونو خلاصول زموږ په لومړيتوبونو کې ځای لري، او غواړو دپکتيکاوالو له لمنې دغه تور داغ چې ګويا په دې ولايت کې ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي لري کړو.))

د پکتيکا ولايت ديحيي خېل ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې تدريسي مرستيال فضل نيازمل وويل چې په پکتيکا کې وسله وال طالبان د ښوونځيو په تړلو کې لاس نه لري، خو دهغوی له ادرسه يو شمېر نور کسان دغه کار کوي.

هغه له ولسونو غوښتنه وکړه چې دخپلو او لادونو راتلونکی دې نه خرابوي او د ښوونځيو دپرانيستلو لپاره دې لاس په کار شي.

په پکتيکا کې ٣٣٩ ښوونځي دي چې ٢٧ اوس هم د زده کوونکو پرمخ تړلي دي او په خلاصو ښوونځيو کې د نجونو په ګډون ١٥٣ زره زده کوونکي زده کړې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.