ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ځوانانو کې د فکري ويښتابه لپاره کار کول د افغانستان دستونزې حل دى”

” ځوانانو کې د فکري ويښتابه لپاره کار کول د افغانستان دستونزې حل دى”

author avatar
23 Mar 2017 - 17:16
” ځوانانو کې د فکري ويښتابه لپاره کار کول د افغانستان دستونزې حل دى”
author avatar
23 Mar 2017 - 17:16

 مزارشريف (پژواک، ۳ وری ۹۶):د بلخ فرهنګيان وايي چې د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره له ټولو اساسي چاره په ځوانانو کې د شعوري او فکري ويښتابه لپاره کار کول دي.

د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۳مه، د بلخ ادبي خوځښت په بلنه د نوي کال په وياړ ((خوشال باندې دې قدر دی نوروزه!)) تر سرليک لاندې فرهنګيان سره را غونډ شوي وو.

په دغه ناسته کې له کابل  او کندوزه هم فرهنګيانو او ليکوالو برخه اخيستې وه.

د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه کمېتې غړې مېرمن استاد تلوسه اصولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ورته ناستو څخه يې يو هدف د ځوانانو د فکري ويښتابه لپاره پلمې کتل دي.

نوموړې زياته کړه، دوی تل هڅه کوي چې په افغان ځوانانو کې د ځان پېژندنې له لارې د وطن پېژندنې حس پياوړی کړي.

هغې وويل چې په همدې موخه يې له کابله د وردګ ژغورنې ډلې يو غړي ليکوال اباسين بريال ته بلنه ورکړې وه چې د ملي ويښتابه او د فکري بسترونو د جوړېدو په لارو چارو باندې لکچر ولري.

اباسين بريال په خپل لکچر کې جګړه د ټولو ستونز لامل وګڼله.

خو نوموړي زياته کړه چې د جګړې د مخنيوی لپاره له ټولو اساسي چاره زده کړو ته مخه کول دي.

هغه وويل: ((دا نن چې غرونه له کوم جنګي طالبانو ډک دي، د دوی د کوزېدو لپاره بايد د دوی سرچينې وچې کړای شي، چې هغه بې سوادي ده.))

بلخوا د بلخ پوهنتون استاد پوهاند غلام فاروق بيا په دغه ناسته کې له ځوانانو مننه وکړه چې د ټولنيز او شعوري ويښتابه لپاره کار کوي.

هغه ټينګار وکړ چې د نن ورځې ځوان له لسو کلونو پخواني ځوان سره د فکر له اړخه خورا مثبت توپير لري، چې همدا د افغانستان اساسي ګټه ده.

د يادې راټولېدنې دويمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې لسګونو شاعرانو په کې په بېلا بېلو اړخونو شعرونه واورل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.