ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: امريکا دې افغانستان کې د خپل حضور دوام په سوله کې ولټوي

کرزى: امريکا دې افغانستان کې د خپل حضور دوام په سوله کې ولټوي

author avatar
23 Mar 2017 - 13:37
کرزى: امريکا دې افغانستان کې د خپل حضور دوام په سوله کې ولټوي
author avatar
23 Mar 2017 - 13:37

کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٥): پخوانى ولسمشر حامد کرزى، د سولې لپاره د افغان ولس پر ګډو هڅو ټينګار کوي او له امريکا هم غواړي چې د پوځي اقداماتو پر ځاى، د سولې د ټينګښت لپاره له افغانانو سره نوى تفاهم وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نوي (١٣٩٦) کال د رارسېدو په مناسبت خلکو ته په خپل پيغام کې ويلي:"تېر کال مو په تأسف له ستونزو او کړاوونو ډک و او ګران ملت مو له نا امنيو، ملکي او پوځي تلفاتو او د پاکستان له مکررو تېريو وځورېد."

هغه وايي، دغه ټولې ناخوالې په داسې حال کې دي چې د امريکا متحده ايالتونه او متحدين يې په افغانستان کې پراخ پوځي او سياسي حضور لري.

کرزى وايي چې يوه نيمه لسيزه مخکې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې د سیمې د مهمو هېوادونو په ملاتړ له تروریزم سره د مبارزې په نامه افغانستان ته راغلل، خو د امریکا لخوا د تروریزم خلاف جګړې کې د غلطې تګلارې د غوره کولو له امله نه یوازې چې ترهګري له منځه لاړه نه شوه، بلکې ترورېزم او افراطیت لا پیاوړي شول او د داعش ډله هم منځته راغله.

 پخوانى ولسمشر زياتوي چې افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ پر ځای د بېلابېلو هېوادونو د تقابل په ډګر د بدلېدو په حال کې دی.

د ده په وينا، په داسې مبهمو حالاتو کې د افغانستان د ژغورنې لپاره اړينه ګڼي چې د افغانستان حکومت او ټول افغان ولس په ګډه د یو ملي اقدام له لارې او د یوې ملی تګلارې په جوړېدو سره د افغانانو د کړاوونو د پاى ته رسېدو او د سولې د راوستو لپاره جدي اقدام وکړي.

هغه زياتوي: "دلته یو وار بیا د طالبانو پر تحريک غږ کوم چې له دغه ګډ ملي اقدام سره خپل غږ یو کړي او د وطن د کړاوونو په ختمولو کې خپل ملي او دیني دین ادا کړي."

کرزى زياتوي:" د امریکا متحده ایالتونو ته مې توصيه دا ده چې په افغانستان کې د خپل حضور دوام د جګړې د دوام پر ځاى په سوله کې ولټوي. غوره ده چې د امريکا حکومت په افغانستان کې د خپلو عسکرو د ډېرېدو پر ځاى چې پرته له شک نه د جګړې د ډېروالي لامل کېږي، د اوضاع د سموالي او د سولې د ټينګښت لپاره د افغانستان له خلکو سره نوي تفاهم ته ورسيږي."

هغه امريکا ته په خطاب کې د خپلو خبرو په دوام کې وايي چې په افغانستان کې د افراطيت او ترهګرۍ د پراخو اړخونو د پيدا کېدو او کال تر بله د جګړې د ډېروالي په اړه دې د سيمې او نړۍ سترو هېوادونو ته وضاحت ورکړي، د ترهګرۍ پر وړاندې د حقيقي مبارزې او سولې او ثبات د ټينګښت لپاره دې د هغوى همکاري راجلب کړي او په افغانستان کې د تقابل پر ځاى دې د هغوى همکاريو ته زمينه برابره کړي.

د ده په اند، په دې اړه د سيمې د هېوادونو په تېره بيا چين، هند، روسيې او ايران او دغه راز د شانګهاى او سارک سازمانونو فعاله ونډه د افغانستان د سولې او ثبات او د سيمې د امنيت په ګټه ده.

حامد کرزى وايي، تر هغه چې پاکستان په تېره بيا د پاکستان پوځي مشران د افراطيت له ملاتړ او د وسيلې په توګه د دغې پديدې له کارونې لاس په سر نه شي، نه په افغانستان، نه په پاکستان او نه هم په سيمه کې امنيت ټينګېداى شي.

هغه وايي:"پاکستان ته مې توصيه دا ده چې د افغانستان په اړه پر خپلو سياستونو بېړنۍ او جدي بيا کتنه وکړي، د دوستۍ له دروازې راشي نه د تخريب او ورانولو. "

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.