کابل (پژواک، ۴ ورى۹۶): ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې يې ٩٣وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات په ٢٤ساعتونو کې په کاپیسا، لوګر، خوست، پکتیا، کندهار، فاریاب، فراه، هرات، کندوز او هلمند ولايتونو کې تر سره شوي.
خبرپاڼه زياتوي چې په دې عملياتو کې د ٢٢ داعش وسله والو په ګډون ٧٧وسله وال وژل شوي او ١٦نور ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي چې په دې عملياتو کې يوشمېر بهرني وسله وال هم وژل شوي او دغه راز د وسله والو وسايط او ځينې وسلې هم ويجاړې شوې دي.
خبرپاڼې د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن