ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بورې او اوبلن ګاز بيې راټيټې شوې

د بورې او اوبلن ګاز بيې راټيټې شوې

author avatar
25 Mar 2017 - 20:27
د بورې او اوبلن ګاز بيې راټيټې شوې
author avatar
25 Mar 2017 - 20:27

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بورې او اوبلن ګاز بيې راټيټې شوې، خو د بهرنيو اسعارو په پرتله د افغانيو ارزښت يوڅه لوړ شوى دى.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه د ډېرو وارداتو له امله له ٢٥٠٠ افغانۍ ٢٤٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د يادولو ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې ټرانزيټي لارې چې د پاکستان له لوري د سوداګريزو توکو او مسافرو پر مخ تړل شوې وې، له يوې مياشتې بندښت وروسته د روان کال د وري مياشتې په لومړۍ نېټه بيا پرانېستل شوې دي.

خو فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېرد ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو عمده پلور بيه ١٦٥٠ افغانۍ، ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړه ١١٦٠ افغانۍ او شپاړس ليټره خورشيد غوړي ١١٠٠ افغانۍ دي.

دغه راز د کابل منډوي يوه چاى پلورونکي حاجي رحمت الله وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام شين مدينه چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د تايمني په لسم سړک کې د "شريفي" خوراکه پلورنځي مالک احمدشريف وويل، نن ٤٩ کيلوګرامه لومړى درجه قزاقي اوړه ١٢٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ٢٥٥٠ افغانۍ، ١٦ ليټره خورشيد غوړي ١٢٠٠ افغانۍ، ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريژې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين مدينه چاى ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٢٩٠ افغانۍ دى.

د اوبلن ګازو بيه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د تايمني شپږم سړک يوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه له ٥٣ افغانۍ ٤٧ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

خو د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې اونۍ په څېر د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه ٤١ افغانۍ او يو ليټر پټرول تېل ٤٤ افغانۍ دي.

د سرو زرو بيو هم بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرى مالک محمد فواد وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه ١٨٥٠ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.