ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د کامدېش او برګمټال لاره د عامو خلکو پرمخ تړل شوې

د نورستان د کامدېش او برګمټال لاره د عامو خلکو پرمخ تړل شوې

author avatar
25 Mar 2017 - 18:17
د نورستان د کامدېش او برګمټال لاره د عامو خلکو پرمخ تړل شوې
author avatar
25 Mar 2017 - 18:17

جلال اباد (پژواک ۵ وری ٩٥): د نورستان د دوو ولسواليو کامدېش او برګمټال لاره له تېرو پنځو ورځو راهېسې وسله والو طالبانو د عامو خلکو پرمخ تړلې او چاته اجازه نه ورکول کېږي، چې کورونو ته خواړه او د اړتيا نور شيان يوسي.

دغه لاره که څه هم له تېرو اتو کالو راهېسې د دولتي مسولينو او ځواکونو پرمخ تړل شوې او له مرکز پارون څخه اکمالات د هوا له لارې کيږي؛ خو ځايي چارواکي وايي، چې اوس د عامو خلکو پرمخ هم تړل شوې ده.

د نورستان ولايتي شورا هم دغه موضوع تاييدوي؛ خو امنيتي ځواکونه وايي، چې په کومه سيمه کې چې لار تړل شوې د کونړ ولايت اړوند سيمه ده.

د کامدېش ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي لعل محمد  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لاره له تېرې سه شنې ورځې راهېسې تړل شوې او هېچاته د خوراکي موادو د لېږد اجازه نه ورکول کېږي.

هغه وايي، طالبانو ځکه دا کار کړی، چې ګوندې ياد خوراکي توکي په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې دولتي ځواکونو او مامورينو ته وړل کېږي .

دغه راز د برګمټال ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خان ګل وويل، له هغې ورځې راهسې چې د کامديش ولسوالۍ لاره په ميرديش سيمه کې تړل شوې، د برګمټال ولسونه هم له ستونزو سره مخ دي.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې د برګمټال اوسېدونکي خوراکي توکي او د اړتيا وړ نور شيان له مرکز پارون څخه د کامديش په لاره دغې ولسوالۍ ته انتقالوي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس سعد الله نورستاني پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال دا ستونزه تاييد کړه؛ خو ويې ويل چې دغه لار له تيرو اتو کالو راهېسې د دولتي ځواکونو او دولتي مامورينو پرمخ هم تړل شوې ده.

هغه وايي، له تيرو پنځو ورځو راهسې او وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو پر کامديش ولسوالۍ د بريد پلان جوړ کړی، دغې ولسوالۍ ته يې تللې لار هم تړلې ده.

د نوموړي په وينا، نه يوازې د دغې ولسوالۍ لار تړل شوې بلکې هلته شته دولتي او روغتيايي خدمات هم ځنډول شوي دي.

د ولايتي شورا رييس دا هم وويل، چې د کامدېش ولسوالۍ د لارې تړل کېدو له امله برګمټال ته هم د خوراکي توکو د انتقال مخنيوی شوی او د دواړو ولسواليو زرګونه اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

د نورستان ولايت يو قومي مشر او د دغه ولايت د ولايتي شورا پخواني رييس عنايت الله مذهبيار هم وايي، چې د کامديش او برګمټال د لارې تړل کېدو په وجه خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.