پل علم (پژواک، ٥ ورى ٩٦): د لوګر چارواکي وايي چې په دغه ولایت لوګر کې اته وسله وال طالبان او د پوليسو د يوې پوستې قوماندان وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته دوو وسله والو طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ د کندهاريو پله سيمه کې د حق العبور پر پوستې بريد کړى دى.
هغه زياته کړه: ((دغه کسان پر موټرسايکل سپاره وو، په پوسته یې بريد کړى چې په ترڅ کې یې د پوستې قوماندان محمد حليم وژل شوى دى.))
ده وويل چې ياد کسان له سيمې تښتېدلي خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.
دغه راز صالح وويل چې افغان امنيتي ځواکونو د څرخ ولسوالۍ د مولانا صاحب په سيمه کې پر يوه کور هوايي او ځمکني بريدونه کړي دي.
ده وويل چې په کور کې يو شمېر طالبان را ټول شوي وو چې د افغان امنيتي ځواکونو تر بريد لاندې راغلي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې اته طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
صالح دا هم وويل چې په دې پېښه کې د طالبانو يو سراچه موټر او دوه موټرسايکل له منځه تللي او يو ميل پيکا، دوه کلاشينکوفونه، دوربين، مرمۍ او ځيني جنګي وسايل يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د مولانا صاحب سيمې اوسېدونکي سيد ګلاب شاه پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو پر يو کور بم غورځولى دى.
د هغه په وينا، په یاد کور کې سيمه ييز طالبان اوسېدل چې په بريد کې ټول وژل شوي او کور يې هم تخريب شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
څرخ د مرکز پل علم سوېل ته په ٢٨ کيلومترۍ کې نا امنه ولسوالي ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن