جلال اباد (پژواک، ٥ ورى ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بې پيلوټه هوايي بريدونو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون د داعش ٢٢ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو تېره ورځ ناوخته د نازيانو ولسوالۍ په مېلوه سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، په دغو بريدونو کې چې د داعش ډلې پر يو پټنځاى شوى، د ذبيح الله، مشهور په شينو او ذرګل په نومونو د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال ووژل شول .
د نوموړي په وينا، په بريد کې وژل شوي داعش اکثريت بهرنيان دي او د بريد له امله ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن