ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګانو کې يوه ټپي شپانه لېوه نيولى

په سمنګانو کې يوه ټپي شپانه لېوه نيولى

author avatar
25 Mar 2017 - 11:46
په سمنګانو کې يوه ټپي شپانه لېوه نيولى
author avatar
25 Mar 2017 - 11:46

ايبک (پژواک، ٥ ورى ٩٦): د سمنګانو ولايت په خُرم سارباغ ولسوالۍ کې د عيدمحمد په نوم ٢٥ کلن ځوان  د هغه پر رمه بريدکوونکى لېوه ژوندى نيولى و.

د خرم سارباغ ولسوالۍ د کلور کلي اوسېدونکى عيدمحمد سره له دې چې لېوه په لاس داړلى و، بريالى شوى چې دغه څېروونکى حيوان ژوندى ونيسي.

د عيدمحمد خسر محمدامين چې نن سهار له يادشوی کلي څخه د سمنګانو مرکز ايبک ته راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې زوم يې تېره شپه د خرم سارباغ  د خرم نومي غره په زنبېل کوتل کې خپله رمه پنډه کړې وه.

دى وايي، لېوه په داسې حال کې پر رمه بريد کړى و چې عيدمحمد او د هغه بل ملګرى دواړه ويده وو.

د ده په وينا، عيدمحمد هغه مهال له خوبه راويښ شوى چې لېوه دوې مېږې وژلې وې او په خوړلو يې لګيا و.

محمدامين وايي چې عيدمحمد ورو، ورو لېوه ته نږدې شوى او بيا يې کلک نيولى و.

د ده په خبره، که څه هم لېوه دغه ٢٥ کلن ځوان داړلى او لاس يې يو څه ټپي شوى ، خو مقاومت يې کړى ، بيا يې بل ملګرى له خوبه راپاڅېدلى او دواړو لېوه په پړي تړلى  دى.

محمد امين وايي چې عيدمحمد دغه لېوه خپل کلي ته راوستى، خو د کلي مالداران راټول شوي او لېوه يې وژلى  دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.