ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان نيول شوى

په هرات کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان نيول شوى

author avatar
25 Mar 2017 - 12:01
په هرات کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان نيول شوى
author avatar
25 Mar 2017 - 12:01

هرات ښار(پژواک،٥ورى٩٥):ملي امنيت وايي چې په هرات کې  يې د وسله والو طالبانو يو قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره نيولى دى.

دغه څرګندونې ، نن ( د وري ٥مه) د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتر نه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په قفسلان کلي کې د طالبانو شپږ کسيزه ډله نيولې ده.

خبرپانه زياتوي چې په دې ډله کې قوماندان صفي الله او  د هغه ملګري مشفق، وحيدالله، غلام محمد، بهارالدين او سيد عيسى شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،  يادو کسانو په ماين خښونه، د قومي مشرانو په ترور او نورو ترهګريزو  پېښو کې لاس درلود.

د ملي امنيت  په خبرپاڼه کې زياته شوې چې نيول شوو کسانو اعتراف کړی چې د ملی پوليسو دوو تنو افسرانو او يو تن سرتېري د ترور په ګډون  يې په ګن  شمېر نورو  ترهګريزو  پېښو کې ونډه درلوده.

وسله والو طالبانو  تر اوسه  په دې اړه څه  نه  دي  ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.