هرات ښار(پژواک،٥ورى٩٥):ملي امنيت وايي چې په هرات کې يې د وسله والو طالبانو يو قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره نيولى دى.
دغه څرګندونې ، نن ( د وري ٥مه) د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتر نه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په قفسلان کلي کې د طالبانو شپږ کسيزه ډله نيولې ده.
خبرپانه زياتوي چې په دې ډله کې قوماندان صفي الله او د هغه ملګري مشفق، وحيدالله، غلام محمد، بهارالدين او سيد عيسى شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادو کسانو په ماين خښونه، د قومي مشرانو په ترور او نورو ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.
د ملي امنيت په خبرپاڼه کې زياته شوې چې نيول شوو کسانو اعتراف کړی چې د ملی پوليسو دوو تنو افسرانو او يو تن سرتېري د ترور په ګډون يې په ګن شمېر نورو ترهګريزو پېښو کې ونډه درلوده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن