ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې کتاب لوستلو ته د هڅونې په موخه کمپاین پیل شو

پکتیکا کې کتاب لوستلو ته د هڅونې په موخه کمپاین پیل شو

author avatar
25 Mar 2017 - 16:02
پکتیکا کې کتاب لوستلو ته د هڅونې په موخه کمپاین پیل شو
author avatar
25 Mar 2017 - 16:02

ښرنه (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د ځینو ګوندونو او ټولنو له خوا کتاب لوستلو ته د هڅونې په موخه پراخ کمپاين پيل شو.

د اړوندې موضوع په اړه د وري په پنځمه په مرکز ښرنه کې يوه لويه غونډه جوړه شوې وه چې د ګوندونو او ټولنو د استازو تر څنګ زده کوونکو، ښوونکو او عامو خلکو په کې برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د پکتيکا د ځوانانو د متحدې شورا مشر شېرمحمد فيضي وويل چې دا په پکتيکا کې لومړی ځل دی چې ګڼ خلک کتاب لوستلو ته د هڅونې لپاره يو ځاى کمپاين کوي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې د کتاب مطالعه کمزورې ده، خلک د کتاب د مطالعې په ارزښت نه پوهېږي نو ځکه يې کمپاين پيل شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کمپاين به دوامداره توګه روان وي.

د پکتيکا د ځوانانو ټولنې مشر عبدالحق هم وويل چې له کمپاين څخه يې موخه د ولسونو په ځانګړي ډول هغه خلک چې لوستې دي، د کتاب مطالعې ته هڅول دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کتاب مطالعې دودولو په موخه به لومړى په ټولنيزو پاڼو او وروسته د رسنيو له لارې کمپاين پيل شي.

ده زياته کړه: ((د دې ګوندونو او ټولنو غړي به اول په فيسبوک کې د کتاب لوستلو په موخه کمپاين کوي او وروسته به بيا په رسنيو کې ګردي مېزونه جوړوي.))

د هغه په وينا، څه موده وروسته به بيا په ولسواليو کې په همدې موخه له خلکو سره غونډې وشي او په څلورم پړاو کې به په همدې موخه يو سوله ييز لاريون هم وشي.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د خبريالانو ټولنې مشر نبي زيارمل هم وويل چې په دې وروستيو کې په پکتيکا کې لوستي کسان ډېر شوي دې خو د مطالعې پر ارزښت نه پوهېږي نو ځکه دغه ډول علمي کمپاينونه او فعاليتونه اړين دي.

هغه په دې برخه کې د خلکو همکاري هم ګټوره وبلله او زياته يې کړه چې په دې مهمه پروسه کې دې ولس په ځانکړي ډول ځوانان مرسته وکړي.

ازاد خبريال عبدالباري نعيمي پژواک ته وويل، هغه خلک چې مطالعه کوي تر هغو خلکو يې معلومات زيات دي چې مطالعه نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.