کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٦): د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز، تېر کال د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي پوځ لپاره له لاسته راوړنو ډک کال بولی او وايي چې د ١٣٩٦ لمريز کال لپاره يې عملياتي پلان چمتو کړى دى.
د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم، چې نن يې په کابل کې په يوه پوځي ښوونيز مرکز کې د درې مياشتنۍ روزنيزې دورې د شا وخوا ١٣٠٠ سرتېرو د فراغت مراسمو کې خبرې کولې وويل، تېر کال د ملي پوځ د برياليتوب کال و.
هغه زياته کړه، تېر کال د ټولو ترهګريزو ډلو او د سيمې استخباراتو شوم پلانونه شنډ شول چې راتلونکى کال به هم خپلو موخو ته ونه رسيږي.
د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز وويل، د ١٣٩٦ لمريز کال عملياتي پلان د تېر کال شفق عملياتو ته پام سره ترتيب شوى دى.
نوموړي د ملي دفاع وزارت کې د فساد موجوديت رد نه کړ، خو زياته يې کړه د ملي دفاع وزارت مشرتابه د فساد پر وړاندې سخته مباره کوي او هيڅ مفسد ته به د پوځ په پاکې لمنې پورې د داغ لګولو اجازه ورنه کړي.
د کابل پوځي ښوونيز مرکز قوماندان بريد جنرال لعل جان زهير وويل، نږدې ١٣٠٠ سرتېرو چې نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل، درې مياشتې يې په توپچي، نښې ويشتلو او بريدونو برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي.
هغه زياته کړه، تېر کال له څو روزنيزو دورو فراغت سره له ياد پوځي ښوونيز مرکزه ١٣٦٠٤ سرتېري، ٤١٤٧ بريدملان او ٢١٣٧ افسران فارغ شوي چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دندې ترسره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن