ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځاځى: ولسمشر د ولسي جرګې لغوه کولو په اړه له چا سره خبرې نه دي کړې

ځاځى: ولسمشر د ولسي جرګې لغوه کولو په اړه له چا سره خبرې نه دي کړې

author avatar
26 Mar 2017 - 16:28
ځاځى: ولسمشر د ولسي جرګې لغوه کولو په اړه له چا سره خبرې نه دي کړې
author avatar
26 Mar 2017 - 16:28

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٦): ولسمشر نن د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره په خپلو خبرو کې ويلي چې د يادې جرګې د لغوه کولو په اړه يې له چا سره خبرې نه دي کړې او امنيتي چارواکي به سبا د جرګې استيضاحيه غونډې ته حاضر شي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي دغه مطلب نن په داسې حال کې خبريالانو ته څرګند کړى چې پرون د يادې جرګې يو شمېر غړو ادعا کړې وه چې ګني ولسمشر ګواښ کړى چې د امنيتي ځواکونو د استيضاح په صورت کې به جرګه لغوه اعلان کړي.

تېره اونۍ د ولسي جرګې غړو په کابل کې د وسله والو مخالفينو له لوري د سردار محمد داوود خان پر ٤٠٠ بستريز روغتون له بريد وروسته د ملي دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي، د کورنيو چارو وزير ډګر جنرال تاج محمد جاهد او د ملي امنيت عمومي رييس محمد معصوم ستانکزي د استيضاح پرېکړه کړې او ټاکل شوې ياد کسان سبا ته استيضاحيه غونډې ته حاضر شي.

ځاځي خبريالانو ته وويل، د دې جرګې د اداري پلاوي غړو او د کمېسيونونو مشرانو نن سهار له ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل.

د هغه په وينا، ولسمشر د جرګې له غړو سره د خبرو پر مهال ويلي چې نوموړي د ولسي جرګې د لغوه کولو په اړه له هېچا سره هم خبرې نه دي کړې؛ ځکه جرګه مشروعيت لري او له همدې امله يې د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم کال لومړنۍ ناسته پرانيسته.

د ولسي جرګې منشي وويل، ولسمشر د جرګې له غړو سره د ليدو پر مهال ويلي چې استيضاح د ولسي جرګې حق دى او سبا به درې واړه امنيتي چارواکي په استيضاحيه غونډه کې ګډون وکړي.

دغه راز د ځاځي په وينا، ولسمشر ويلي ډېر ژر به جرګې ته د باور رايې اخيستو په موخه هغو وزارتونو ته نوماند وزيران هم ور وپېژني چې اوسمهال د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

ولسي جرګې د تېر کال په لړم مياشت کې د بهرنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو، عامه ګټو، پوهنې، ترانسپورټ، مخابرات او لوړو زده کړو وزيران، د پراختيايي بوديجې د اويا سلنې کم لګښت له امله له واکه لرې کړل، خو د يادو وزارتونو وزيران تر اوسه پورې د ولسمشر د حکم پر بنسټ خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

دغه راز د اطلاعات او فرهنګ، کانونو او پټروليم او سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارتونه هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

عبدالقادر ځاځي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د ولسي جرګې لومړي نايب همايون همايون ولې پرون د ولسمشر له لوري د جرګې د لغوه کولو په اړه ادعا کړې وه؟ وويل چې همايون له ولسمشر سره شخصي ناسته درلوده او د جرګې غړي بايد خپل شخصي جنجالونه ولسي جرګه کې مطرح نه کړي.

د يادولو ده، د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال هم پرون ويلي وو چې ولسمشر له هېچا سره هم د ملي شورا د لغوه کولو په اړه خبرې اترې نه دې کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.