ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښې لس سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي ټپيان کړل

ترافيکي پېښې لس سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي ټپيان کړل

author avatar
27 Mar 2017 - 10:44
ترافيکي پېښې لس سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي ټپيان کړل
author avatar
27 Mar 2017 - 10:44

سرپل (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله لس سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي ټپيان شوي دي.

د صياد ولسوال تاج الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان تېره ورځ د دې ولسوالۍ له بلندغور سيمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته  روان و چې رېنجر موټر يې  د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه چپه شو.

هغه وويل چې څلور تنه ټپيان د جوزجان ولايت مرکز شبرغان ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او شپږ نور د سرپل په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تاج الدين وايي چې له ټپيانو څخه يواځې د يو تن روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

هغه ونه ويل چې له ټپيانو څخه څو تنه سيمه ييز پوليس دي او څو تنه د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد د پاڅون کوونکو له ډلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.