فيض اباد (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د بدخشان ولايت په ټولو ولسواليو کې د څارنوالانو د دفترونو لپاره د مناسب ځاى او ودانيو د نشتوالي له امله د يادو ادارو کاري بهير ځنډنى شوى دى.
د بدخشان د استيناف څارنوالۍ چارواکي وايي چې اوسمهال د ١٣ ولسواليو څارنوالان په مرکز فيض اباد ښار کې په خدمتي ډول دنده اجرا کوي او د کار لپاره د مناسب ځاى د نشتوالي، امنيتي ګواښونو او په سيمو کې د لارو د سخت والي لپاره ولسواليو ته نه ځي.
د بدخشان ولايت د استيناف څارنوالۍ مشر څارنمل فضل سلطان صافي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څارنوالانو لپاره د دفترونو او مناسب کار ځاى د نشتوالي له امله هغوى اړ شوي چې د نورو دولتي ادارو لکه ولسوالۍ، امنيه قوماندانۍ... نه کار واخلي چې دغه ستونزې پر کاري کړنو سخت منفي اغېز کړى دى.
نوموړي له تورنو څخه د څېړنو لپاره د مناسب ځاى شتون اړين وباله او زياته يې کړه: ((يو څارنوال د تورنو او شکمنو دوسيې تر بغل لاندې نيسي، ها خوا دېخوا سرګردان ګرځي، څو د کار لپاره يو مناسب ځاى پيدا کړي.))
صافي وويل چې د څارنوالانو لپاره د مناسب ځاى نشتوالى د کارونو د ترسره کېدو او دوسيو د کمزوري تعقيب تر څنګ د دې سبب شوى چې څارنوالان د سيمه ييزو قوماندانانو او زورواکو له لوري وګواښل شي.
د بدخشان ولايت د استيناف څارنوالۍ مشر وويل چې د يادو ستونزو د حل په موخه يې د بدخشان ٢٧ ولسواليو ته يو درې کسيز پلاوى استولى، څو د څارنواليو د ودانيو د جوړېدو لپاره ځمکه تشخيص او نورې ستونزې حل کړي.
هغه زياته کړه: ((موږ اوسمهال په ١٤ ولسواليو کې د ودانيو جوړېدو لپاره ځمکې برابرې کړې، اسناد يې لويې څارنوالۍ ته استول شوي او لويې څارنوالۍ هم ژمنه راسره کړې چې د جوړېدو په برخه کې يې اقدام کوي، خپله هم په نږدې راتلونکي کې د بدخشان ټولو ولسواليو ته سفر کوم، څو دغه ستونزه حل کړو.))
د بدخشان د ياوان ولسوالۍ يوه څارنوال خليل الرحمن خليلي وويل چې څارنوالان په ولسواليو کې ځانګړى ځاى نه لري، دوى په بېلابېلو ادارو کې بېلابېل کارونه ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه: ((په ياوان ولسوالي کې کارخونه نه لرو، که چېرته ساحې ته سفر وکړو، اړ يو چې د تورنو دوسيې تر بغل لاندې ونيسو، د ولسوالۍ دفتر ته راشو او کار مخته يوسو، د څارنوالانو پر وړاندې هم امنيتي ګواښونه شته دي.))
هغه وويل چې کاري خونديتوب نه لري، د زورواکو له لوري ګواښ کېږي، له چارواکو يې وغوښتل چې د دوى د کارونو د غوره تر سراوي او دوسيو د تعقيب په موخه ورته د مناسب ځاى په چمتو کولو کې جدي اقدامات وکړي.
په بدخشان ولايت کې بشري حقونو خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مشرې عارفې نويد وويل:((هغه څارنه چې په څو کلونو کې مو د ولسواليو د عدلي او قضايي ارګانونو څخه کړې وه، څرګندوي چې د بدخشان په ډېرى ولسواليو کې د ولسوال، څارنوال او حتى د محاکمو د ناستو لپاره ودانۍ نشته.
هغه زياته کړه چې موضوع يې له دولتي چارواکو سره شريکه کړې او دوى ژمنه کړې ده چې دا ستونزه به د ١٣٩٥ پلان کې حل کړي، خو له بده مرغه چې تر اوسه پورې په دې اړه عملي اقدام نه دى شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن