ميمنه (پژواک، ٧ ورى ٩٥): د فارياب امنيتي چارواکي وايي چې د غلام فاروق پشه خاني په نوم د طالبانو یو ډلمشر له امنيتي ځواکونو سره له نښتې وروسته نيول شوى دى.
د فارياب امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مير امان الله ظافر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ډلمشر پرون ماښام د ميمنې- خشت پل لويې لارې په اوږدو کې د موټر د تلاشۍ او د خلکو د مالونو د لوټلو پر مهال ونیول شو او ملګري يې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې دغه قوماندان د پوليسو له ځانګړو ځواکونو سره چې له بلچراغ ولسوالۍ نه را روان وو، مخامخ شو او نښته يې پيل کړه.
په فارياب کې د طالبانو يوه سيمه ييز چارواکي هم د پشه خاني د نيولو او د ملا شعيب او د هغه د ملګرو د وژنې د خبرې پخلى وکړ او زياته يې کړه چې طالبانو د دولتي ځواکونو يو ټانک هم عنيمت نيولى دى.
هغه وايي: "کله چې د يوه ټانګ ټاير د سړک په يوه ژورغالي کې بند شو، دوى د ټانک په سپرليو بريد وکړ، ټانکيس او نورو ټول سپاره سرتېري وتښتېدل.))
خو د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وايي چې دغه ټانک د راکټ لګېدو له امله ويجاړ او يوې ژورې ته لوېدلى چې د کارونې وړ نه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن