ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د پوليو ضد واکسين مرکز سوځول شوی

په ننګرهار کې د پوليو ضد واکسين مرکز سوځول شوی

author avatar
27 Mar 2017 - 13:54
په ننګرهار کې د پوليو ضد واکسين مرکز سوځول شوی
author avatar
27 Mar 2017 - 13:54

جلال اباد (پژواک، ۷ وری ۹۶): د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې نا پېژاندو وسله والو د پوليو ضد واکسين يو مرکز سوځولی او د هغه وسايل يې له منځه وړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نا پېژاندو وسله والو تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي سيمې په روغتون کې د پوليو ضد واکسين مرکز سوځولی او د واکسين بېلابېل توکي يې هم له منځه وړي دي.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی .

خوږياڼي دا هم وويل چې والي محمد ګلاب منګل د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنيتي منسوبينو ته د پېښې د عاملينو د موندلو او عامې روغتیا ادارې ته د پولیو ضد د واکسین د نورو توکو د لېږلو لارښوونه کړې ده.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکترې مقدسې معراج پژواک ته وويل چې د پېښې راپور ياد رياست ته رسېدلی او په بټي کوټ کې د واکسين د تطبيق پر بديلو لارو چارو اقدام شوی دی.

هغې زياته کړه چې تر دې وړاندې ورته په همدې اړوند هېڅ ډول ګواښ نه دی شوی او دغه پېښه په نا څرګند دليل رامنځته شوې ده.

د بټي کوټ ولسوال غالب مجاهد بيا وايي چې د پېښې پلټنه يې پيل کړې، څو ثابته کړي چې دغه کار چا او يا د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې ترسره کړی دی.

هغه پژواک ته په خبرو کې وويل چې تېره شپه د پېښې له خبرېدو سره سم د پېښې ځای ته ورغلی او وضعيت يې کنټرول کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په ننګرهار کې د پوليو ضد واکسين د تطبيق کمپاين پيل شوى چې په درې ورځنۍ موده کې به يې د دغه ولايت ٧٠٠زره له پنځو کلونو کم عمر لرونکی کوچنيان د پوليو پر وړاندې واکسين شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، د روان کمپاين پر وړاندې په پچيراګام، اچين، هسکې مېنې او کوټ ولسواليو کې چې کومې ستونزې د پوليو کمپاين د تطبيق پر وړاندې پرتې وې هغه هم حل شوې او په ټول ننګرهار کې هېڅ ستونزه نشته.

لا تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.