ښرنه (پژواک، ٧ ورى ٩٥): د پکتيکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسواليو کې د ٨٤ ميليونه افغانیو په لګښت د حفظ او مراقبت پروګرام پيل کړی دی.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا د کليو د بیارغونې او پراختيا رييس نجيب الله جاهد وويل چې دغه پروګرام به په مرکز ښرنه، يوسف خېل، خيرکوټ او اومنې ولسواليو کې پلی شي.
ده وويل چې په دې ٨٤ ميليونو افغانيو به په يادو سيمو کې ځينې پخوانۍ او د خلکو په خوښه یو شمېر نوې او اړينې پروژې پلې شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د استنادي دېوالونو جوړول، د کارېزونو پاکول، د څښاک اوبو څاګانې، د کليوالي سړکونو رغونه او ځينې نورې پروژې شاملې دي.
په دې غونډه کې په پکتيکا کې د ولسي ملاتړ پروګرام مشر شفيق شپون وويل چې د دغه پروګرام اساسي موخه ځوانانو ته د کار موندل دي.
دغه راز د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وويل چې د حفظ او مراقبت پروګرام به څه وخت وروسته د دغه ولايت ځينو نورو سيمو ته هم وغځول شي.
ده وويل چې د کليو او پراختيا وزارت په ورته پروژو کې تېر کال نږدې ١٦زره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې وه.
د پکتيکا اوسېدونکي سردار خان پژواک ته وويل چې د دغه شان پروژو پلې کېدل د امنيت په ټينګښت او ځوانانو ته د کار په موندلو کې رغنده رول لوبولى شي.
د پکتيکا د کليو د بیارغونې او پراختيا رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولايت کې د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن