ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: د ترهګرۍ ملاتړي د سيمې او نړۍ امنيت لپاره ستر ګواښ دى

ډاکتر عبدالله: د ترهګرۍ ملاتړي د سيمې او نړۍ امنيت لپاره ستر ګواښ دى

author avatar
27 Mar 2017 - 16:31
ډاکتر عبدالله: د ترهګرۍ ملاتړي د سيمې او نړۍ امنيت لپاره ستر ګواښ دى
author avatar
27 Mar 2017 - 16:31

کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٥): د حکومت اجرائيه مشر د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان پر رښتينې همکارۍ د ټينګار تر څنګ وويل چې له ترهګريزو ډلو سياسي، اقتصادي او پوځي ملاتړ د سيمې او نړيوالې سولې لپاره يو ستر ګواښ دى.

د حکومت اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا په ناسته کې د خبرو پر مهال وويل، تېر کال له امنيتي اړخه له ننګونو ډک کال و، خو ورته مهال د ملي يووالي حکومت ډېرې لاسته راوړنې هم درلودې.

د هغه په وينا، په بېلابېلو ډګرونو کې د بنسټيزو پروژو پرانيستل، د ملي تړون پروګرام ترسره کول، ټاکنيزو اصلاحات، په راتلونکو ټاکنو کې له نوې ټيکنالوژۍ ګټه اخيستل او د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ نهايي کېدل، په تېر کال کې د حکومت له اساسي ګامونو بلل کېږي.

نوموړي وويل، د تېر کال په وروستيو ورځو کې د پاکستان له خوا ټولې ترانزيټې لارې وتړل شوې چې يو دليل يې هم امنيتي مسايل بلل شوي، خو افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له لومړۍ ليکه کې ځاى لري او د ښه او بد ترهګر توپير يې نه دى کړى او ترهګري يې تل د بشريت او انسانيت دښمنه بللې ده.

هغه زياته کړه، د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د ټولو مسايلو حل په خبرو اترو کې نغښتى او هغه خوځښتونه چې د ډيورنډ فرضي کرښې ها خوا ته ترسره شوي؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرسته نه کوي، بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې رښتينې مبارزه د دواړو هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري.

ډاکتر عبدالله وويل، د سولې ټينګښت لپاره خبرې روانې دي او تر اوسه پورې د سولې په اړه د افغانستان بر حق دريځ بدلون نه دى کړى او امنيتي ځواکونه په ډېرې مېړانې سره له خپلې خاورې دفاع کوي.

هغه ټينګار وکړ، له ترهګريزو ډلو سياسي، اقتصادي او پوځي ملاتړ د سيمې امنيت او نړيوالې سولې لپاره يو ستر ګواښ دى او افغانستان هيله لري، چې د سيمې هېوادونه له افغانستان سره د سولې او ثبات په ټينګښت کې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي دغه راز د ولسي جرګې له لوري د وزيرانو د استيضاح په اړه وويل، اساسي قانون ته په پام سره د درې ګونو قواو ترمنځ تفکيک څرګند او واضح دى او ولسي جرګه يې پر بنسټ، د وزيرانو د استيضاح واک لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.