کابل (پژواک، ۸ وری ۹۶): د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې د ټينګښت په اړه خبرې وکړې او ويې پتېيله چې د دواړو هېوادونو کاري ډلې په دې اړه ګډې ناستې وکړي.
د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر د ويډيو کنفرانس له لارې له خپل امريکايي سيال مک ماسټر سره خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه يو ساعته ويډيو کنفرانس کې د افغانستان او سيمې د امنيتي وضيعت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د سولې پر ټينګښت او د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د دوه اړخيزو سياسي او امنيتي اړيکو او همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.
سرچينه زياتوي، دواړو لورو د يادو موضوعاتو په اړه خپل نظريات شريک کړل او هوکړه وشوه چې د تخنيکي کچې کاري ډلې د هوکړه شوو موضوعاتو د پلي کېدو په اړه دوه اړخيزې مخامخ ناستې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او متحده ايالتونو د ملي امنيت سلاکارانو تر منځ به د همغږۍ دا مجلسونه په راتلونکي کې هم دوام ولري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د متحدو ايالتونو سرپرست سفير هم حضور درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن